-
یمن کې سعودي پورې اړوند د ۱۲۵ ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
Sep 06, 2026 13:54میداني سرچینې په یمن کې د تعز ولایت په وروستیو څلرویشت ساعتونو کې د نښتو پر مهال د سعودي عربستان اړوند د یوسلو پنځو څخه د زیاتو ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي.
-
د سعودي عربستان ګوډاګیانو ته د یمن د وسله والو ځواکونو په ډاګه خبرداری
Sep 05, 2026 09:47پارس ټوډې- د یمن وسله والو ځواکونو د سعودي عربستان د ائتلاف د نویو خوځښتونو په باره کښې خبرداري ورکولو سره ټینګار وکړ:عربستان ته د اړونده ځواکونو هر ډول پوځي راغونډیدل به زمونږ جایز هدف وي یعني برید به ورباندې وکړو.
-
د یمن د ملت د حقوقو د بیرته ترلاسه کولو ته به دوام ورکړو
Sep 04, 2026 05:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د کورنیو چارو د وزیر مرستیال «عبدالمجید المرتضی» ټینګار وکړ د یمن وسله واله ځواکونه د ملت د حق د ترلاسه کولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
-
د څوارلسو بالسټیک توغندیو په ویشتلو سره د یمن د ځواکونو ناڅاپي عملیات
Sep 03, 2026 13:14پارس ټوډې- د یمن وسله والو ځواکونو نن سهار په یوه لړ ناڅاپه او غاښ ماتونکو عملیاتو کښې د الخوخه په جنوب او د المخا په خوا کښې سعودي عربستان ته د اړونده پوځیانو د راغونډیدا په ځاې د څوارلسو بالسټیک توغندیو بریدونه وکړل.
-
یمن: په ایران کې د واده پر مراسمو د امریکا برید بشپړ جنګي جنایت دی
Sep 02, 2026 14:21پارس ټوډی – د یمن د بشري حقونو پلاوي د ایران په سوېل کې د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ د واده پر مراسمو د امریکايي ځواکونو برید په کلکه غندلی او دا یې د امریکایانو بشپړ جنګي جنایت بللی دی.
-
د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه پر هرمز سټراټیژیکې اوبلارې بشپړ کنټرول لري
Aug 29, 2026 07:25د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، پر هرمز سټراټیژیک تنګي د اسلامي مبارز ځواک تسلط په بشپړه توګه مشخص دی.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د شجاع ولس تر څنګ کلک ولاړ یو
Aug 26, 2026 05:46پارسټوډي ــ د یمن د انصارا... غورځنګ عمومي منشي د مقاومت د چورلیز د جبهو د یووالي او د ایران د اسلامي جمهوریت تر څنګ د درېدو په ملاتړ د خپل هېواد پر دریځ ټینګار وکړ.
-
سعودي عربستان د یمن د شمال پرضد بریدونه کړي دي
Aug 24, 2026 10:36پارس ټوډې- سعودي عربستان د یمن پرضد د خپلو تیریو په دوام کښې د یمن په شمال کښې په یوشمیر سیمو باندې بریدونه وکړل.
-
د الحدیده په جنوب کې پر تالی څټو ځواکونو د یمن پوځ د ډرونز حمله کړې
Aug 19, 2026 06:33خبري سرچینو د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لورې د یمن د لوېدیځ په الحدیده ولایت کې د «الخَوخه» ښار پر مرکز د بېپیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړی دی.
-
د یمن انصار الله په لبنان، غزه او لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل
Aug 16, 2026 11:17پارس ټوډې- د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر بیګا په یوې خبر پاڼه کښې د لبنان په جنوب کښې په انصار او دیرالزهراني ښارګیو کښې د صهیونیسټ رژیم وروستي جنایتونه او وژلې او دغه راز په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د بشري حقوقو پرله پسې خلاف ورزیانې وغندلې.