Pars Today
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان سردار حسین سلامي ټینګار وکړ په سیمه او دنیا کښې د ایران سیاسي نفوذ د حذفولو وړ نه دی.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ځینو زده کونکو د مسمومیت موضوع داسې ستر جنایت وباله چې سترګې ورباندې نشي پټیدلای وویل: هغه کسان چې په دغه کار کښې یې لاسونه درلودل باید عوامل او مسببان یې سخت سزا شي.
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: تر هغه وخته چې خبرې د عملي او د ملموسو هدفونو د تحقق لپاره په اجنډا کښې وي د ډيپلوماسۍ په لاره به روان وو او خبرې د خبرو لپاره نه کوو.
مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان برید جنرال حمید واحدي وویل دوښمانان له خپلواکه او پیاوړي ایران سره مخالف دي او د ایران د ملت پرمختګ نشي زغملی.