د چین سترې الوتکې خپل ماموریت بشپړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i91776-د_چین_سترې_الوتکې_خپل_ماموریت_بشپړ_کړ
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د دنیا تر ټولو سترې ایمفیبیوس (Amphibius) ای جي شپږسوه (AG600) ډوله الوتکې پرون په سمندر د پاسه خپل لومړنی الوت په بریالیتوب سره بشپړه کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 08:27 Asia/Kabul
  • د چین سترې الوتکې خپل ماموریت بشپړ کړ

زمونږ خبریال وايي په چین کښې د دنیا تر ټولو سترې ایمفیبیوس (Amphibius) ای جي شپږسوه (AG600) ډوله الوتکې پرون په سمندر د پاسه خپل لومړنی الوت په بریالیتوب سره بشپړه کړ .

د چین دغه الوتکه په هوا کښې الوت کولای شي او په سمندر کښې هم د مزل کولو صلاحیت لري .

د چین په ختیځ ولایت کښې په چنګډو ښار کښې دغه الوتکې له ځايي وخت سره سم لس (۱۰) بجې او اتلس (۱۸) دقیقي خپل الوت پیل کړ او په یودیرش (۳۱) دقیقو کښې یې هم الوت بشپړ کړ .

د چین د دغه الوتکې نوم کیونلونګ دی او د دا دنیا ترټولو ستره ایمبیوس(Amphibius) الوتکه ده او دا داسې لومړۍ الوتکه ده چې چین په خپلواکه توګه جوړه کړي ده .

د چین د دغه الوتکې د جوړولو هدف په بیړنیو حالاتو او د طبیعي پیښو او د افتونو په وخت د خلکو ژغورل دي .

دغه الوتکه د چین لخوا د خپل پوځ د موډرن کولو لپاره یوه(۱) ډیره مهمه پیښه ده .

د چین په دغه الوتکه کښې په سمندر کښې د ګرځیدا  او د ژغورنې د ماموریت د ترسره کولو په وخت پنځوس (۵۰) کسان سفر کولای شي  او په دغه الوتکه کښې دولس(۱۲) میټرک ټنه د اوبو وړلو ظرفیت هم شته چې د اور په مړکولو کښې مرسته کولای شي .

د چین د دغه الوتکې طراحي او ډیزاینینګ په اتو (۸) کلونو کښې شوی دی او د امریکا د بوئینګ الوتکې په اندازه ده .

د چین دغه الوتکه چې درې پنځوس (۵۳) اعشاریه پینځه (۵) ټنه وزن لري له هوايي ډګر څخه د الوت کولو او په یووخت دوه زره اته سوه (۲۸۰۰) کلومیټره مزل کولای شي .

له هوايي ډګر سره سره د چین دغه الوتکه له سمندر څخه هم هوا ته الوت کولای شي .

Image Caption