Aug 05, 2022 15:07 Asia/Kabul
  • په عراق کې وارمخکې پارلیماني انتخابات،دعراقي ډلو ټپلو مشورې

د وارمخکې پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا لپاره دیوې امن فضا دتامینولو او په دې اړه د ملی اجماع له ترلاسه کیدا وروسته ددغه شان انتخاباتو پشمول  د ولس د ګټو دپوره کیدا او  دسیاسی بحرانونو دحل لپاره د  هر یوه قانوني بهیر ملاتړ کوي.

په عراق کې دسیاسی بحران په زیاتیداسره،ددغه هیواد سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلوله سیاسی بندونه د وتلو په باب کومې حل لارې ته درسیدا لپاره  سیاسی مشورې زیاتې کړي دي او داسې بریښي د وارمخکې  پارلیماني انتخاباتو پر ترسره کیدا کومې اجماع ته په رسیدا دي.

په عراق کې د ۲۰۲۱کال په اکتوبر  کې د پارلیماني وارمخکې انتخاباتو دترسره کیدا څه دپاسه درې سوه ورځې تیریږي،خو  سیاسی ډلې ټپلې تر دې دمه  دیوه نوي حکومت په جوړولو کې بریالۍ شوي نه دي او هماغه راز د مصطفی الکاظمي موقتي حکومت  په واک کې دی. په تیرو دوو اونیوکې،د اهل تشیَع غږلمه چوکاټ نومې ائيتلاف دوړاندیزي  لومړي وزیر په توګه د محمد شیاع السوډاني نامه معرفي کړې ده،خو دغه فیصله د مقتدا صدر له غبرګون سره مخ شوې  او دصدربهیر پلویانو په بغداد کې په غونډې جوړولو سره، دوه ځله دعراق په پارلیمان یرغل وکړڅو په دغه هیواد کې سیاسی بحران اوج ته ورسیږي.

 له دغو پيښووروسته،د سیاسی مشورو تازه مرحله ترسره شوه او داسې ښکاري  د یوه بل پارلیماني وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا په باب په عراق کې کومه اجماع رامینځةکیدونکي ده.  دتیر کال داکتوبر میاشتې انتخابات هم  په عراق کې  لومړني وارمخکې انتخابات وو. د  وارمخکې پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا وړاندیز له دې مخکې د مقتدی صدر پشمول دځينو شخصیّتونو له خوا مطرح شوي وو.

 دعراق غږمله چوکاټ نومې ستر ائيتلاف چې  دعراق یو اوسنی ترټولو ستر سیاسی لوبغاړی ائيتلاف دی، نن سهار وختي ئې په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی دی،د وارمخکې پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا لپاره دیوې امن فضا دتامینولو او په دې اړه د ملی اجماع له ترلاسه کیدا وروسته ددغه شان انتخاباتو پشمول  د ولس د ګټو دپوره کیدا او  دسیاسی بحرانونو دحل لپاره د  هر یوه قانوني بهیر ملاتړ کوي.

 د عراق موقته لومړي وزیر مصطفی الکاظمي او د صدر بهیر رهبر مقتداصدر هم ددغې حل لارې هرکلی کړی دی. په عین حال کې، دغه حل لاره تلویحا له یولړ نیوکو سره هم مخ شوې ده. د غږملونکي چوکاټ په اعلامیې کې  داهم وئيل شوي دي چې  وارمخکې انتخابات به هاله ګټه ور وي چې  له بل هرشی مخکې،دقانوني اورګانونو لکه پارلیمان ته د احترام په سترګه وکتل شي،که داسې نه وي، نو بیان انتخابات به هم څه ګټه ونه لري . دعراق پخواني لومړی وزیر نوري مالکي هم  که څه هم  د وارمخکې پارلیماني ا نتخاباتو ملاتړ ئې کړی ،خو په عین حال کې ئې ټينګار کړی دی،د هروارمخکې پارلیماني انتخاباتو  ترسره کیدا باید  داساسی قانون او ملی اجماع په اساسوي،داسې چې  ملی وحدت پیاوړی کړي.په بله وینا،وارمخکې پارلیماني انتخاباتبه هاله ګټه ور وي،چې  د ملی وحدت پیاوړتیا سبب شي.دتیر اکتوبر میاشتې د وارمخکې پارلیماني انتخاباتو اصلی نیتجه و آؤت پټ،د ملی وحدت کمزورتیا  او دعراق په سیاسی ډلو ټپلو کې اختلافات او قبیله پالنه وه.

په عین حال کې،وارمخکې انتخابات به هاله  کارجوړي وي او عراق له سیاسی بندونه ویستلی شي،چې  په سیاسی جوړښت باندې اعتماد موجود وي او د انتخاباتو ترسره کونکي هم د شفافو او سالمو  انتخاباتو دترسره کیدا زمینه برابره کړي، یوه داسې موضوع چې  نوری مالکي  هم ورباندې ټينګار کړی دی. د نوری مالکی په اعلامی کې هم راغلي دي،هر وارمخکې انتخاباتباید د تیرو انتخاباتو د پيښو دتکراریدا،یعني دبې مخینې درغلۍ او لاسوهنې مخه ونیسي،دا یوه داسې موضوع ده چې په اجتماعي جوړښت کې  د پراخ درز سبب شوي  اومنفی آثار او نتیجې ئې هماغه شان  د کړاؤ سرچینه دي.

 وروستۍ ټکی دا وارمخکې انتخابات به د عراق لپاره چې مناسبت  اقتصادي شرائط نه لري درنه لګښتونه ولری او که نتیجې ئې درستو عراقي ډلو ټپلو ته دمنلو وړ نه شي،یا سیاسی ډلې  له سیاسی بندونه د وتلو لپاره  اجماع ونه لرل شي ، نو دعراق سیاسی جوړښت ته به دروند تاوان ورسوي  اوحتی د سیاسی دړې وړې کیدا احتمال ئې هم شته دی .

 

ټیګونه