Nov 22, 2022 14:08 Asia/Kabul
  • د عربستان د خلکو د وژلې په  هکله چپتیا جایزه نه ده

زمونږ خبریال وايي د بحرین د اسلامي عمل ګوند غړي شیخ عبدالله الصالح ټینګار وکړ؛ هغه څه چې نن سبا په عربستان کښې تیریږي له خیال او تصور څخه ورهاخوا دي او د دغو جنایتونو په هکله چپ نشو کیناستلی.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هماغه راز د خپل ملت ځپلو ته دوام ورکوي او نیت لري په لسګونو سیاسي بندیان چې اکثره یې د قطیف سیمې شیعه مسلمانان دي اعدام کړي.

په عربستان کښې د خلکو د ځپنې زیاتیدا ته په پام سره هره شیبه ممکنه ده چې د روان میلادي کال د ډله ییزې وژلې په شان وژلې ترسره شي.

د بحرین د اسلامي عمل د ګوند د مشر مرستیال شیخ عبدالله الصالح وویل په عربستان کښې په تیر میلادي کال کښې ډیر خلک اعدام شوي دي چې د باور وړ نه دي.

هغه وویل د عربستان ال سعود خونړی رژیم غواړي د انسانانو کرامت له مینځه یوسي، ماشومان ووژني او غواړي په عربستان کښې د بیان ازادۍ او تفکر له مینځه یوسي او غواړي ټول الهي ارزښتونه او نړیوال دود نابود کړي چې د هغوې په هکله  چپتیا نشو کولای.

هغه وویل د سعودي عربستان حکومت  ماشومان ، ښځې او داسې بوډاګان په اعدام محکوم کړي دي چې هیڅ جرم یې نه دی  کړی او یوازې یې خپل تفکرونه او افکار بیان کړي دي.

په سعودي عربستان کښې په ښکاره او پټ ډول خلک سزا او اعدام کیږي کوم چې د نړیوالو قوانینو او د اسلامي قانون پرضد چاره ده.

 

ټیګونه