Mar 18, 2020 05:48 Asia/Kabul
  • د بغداد په

خبري سرچينو بېګا د عراق د پائتخت بغداد په الخضراء سيمه د څو راکټونو د لګېدو خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې خبري سرچينو وويل، د بغداد په الخضرا سيمه کښې د خطر سائرنونه وغږېدل.

عراقي سرچينو وويل، لږ تر لږه دوه راکټونه په دغه سيمه ويشتل شوي دي.

تر اوسه د دغه خبر له زيات تفصيلات نه دي خپارۀ شوي.

د يادونې ده چې الخضرا يعنې شنه سيمه يوه حفاظت شوې سيمه ده چې پکښې د بهرنيو هېوادونو سفارتخانې او حکومتي ادارې موجودې دي.

 

ټیګونه