امریکې د کرونايي مبادلاتو لپاره په ایران لګولي بندیزونه اوچت کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101832
د امریکې د خزانې وزارت بیګا په کوویډ۱۹ پورې د اړوندو راکړو ورکړو او مبادلاتو لپاره د ایران د بایکاټونو د معافیت د صادیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2021 07:50 Asia/Kabul
  • امریکې د کرونايي مبادلاتو لپاره په ایران لګولي بندیزونه اوچت کړل

د امریکې د خزانې وزارت بیګا په کوویډ۱۹ پورې د اړوندو راکړو ورکړو او مبادلاتو لپاره د ایران د بایکاټونو د معافیت د صادیدو خبر ورکړ.

ایرنا د امریکې د خزانې په ویب سایټ کښې د خپرې شوې بیانیې له مخې لیکلي دي: د کوویډ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره ایران ته د ځانګړو فعالیتونو اجازه ورکړې شوې ده.

د امریکې د خزانې د نوي دستورالعمل له مخې د هغو شیانو او ټیکنالوجۍ صادرات به چې د کرونا وایرس د پيژندلو، مخنیوي او درملنې په لړ کښې استعمالیږي، په بندیزونو کښې شامل نه شي.

دغه ارګان هم داشان وویل چې د خاصو معاملاتو په اجازې کښې د ایران مرکزي بانک یا د ایران د تیلو ملي شرکت هم شاملیږي.

یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر جوبایډن د روان کال په جنورۍ کښې د یو حکم په صادرولو سره له کرونا ناروغۍ سره د هیوادونو په مبارزې باندې د یواړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو د اغیزې د څیړنې غوښتنه کړې وه.