کرونا په نړۍ کښې لوږه ډیره زیاته کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102956-کرونا_په_نړۍ_کښې_لوږه_ډیره_زیاته_کړې_ده
ملګرو ملتو ویلي چې د کرونا وبا له لوږې سره د مخامخ کسانو په شمیر کښې د ۱۸ فیصدي زیاتوالي سبب شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2021 02:46 Asia/Kabul
  • کرونا په نړۍ کښې لوږه ډیره زیاته کړې ده

ملګرو ملتو ویلي چې د کرونا وبا له لوږې سره د مخامخ کسانو په شمیر کښې د ۱۸ فیصدي زیاتوالي سبب شوې ده.

ملګرو ملتو ویلي چې د کرونا وبا له لوږې سره د مخامخ کسانو په شمیر کښې د ۱۸ فیصدي زیاتوالي سبب شوې ده.

فرانسې خبري آژانس لیکلي چې په دنیا کښې له هرو دریو څخه یو کس په ۲۰۲۰ کال کښې پوره خوراکي موادو ته لاسرسي نه درلودله او د نړۍ له هرو لسو انسانانو څخه یو کس په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

د ملګرو ملتو د څو ارګانونو له خوا د راغونډ کړی شوي د خوراکي امنیت د کلیز رپورټ له مخې، په ټوله دنیا کښې د محدودونکو اقداماتو او قرنطینې په وجه پراخ اقتصادي زوال په تیرو لسګونو کلونو کښې د نړیوالې لوږې د شمیر د زیاتیدو لامل شوی دی.