په امریکا کښې توکمیزه نابرابرۍ زیاته شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103864-په_امریکا_کښې_توکمیزه_نابرابرۍ_زیاته_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي د امریکا په میلیونونو ښاریز چې د کورونا ویروس له کبله یې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي خپلو کارونو ته بیرته ورستانه شوي خو تورپوستي کارګران او لاتیني توکمه خلک د کارونو د بیا ترلاسه کولو لپاره له مشکل سره مخامخ دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2021 00:45 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې توکمیزه نابرابرۍ زیاته شوي ده

زمونږ خبریال وايي د امریکا په میلیونونو ښاریز چې د کورونا ویروس له کبله یې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي خپلو کارونو ته بیرته ورستانه شوي خو تورپوستي کارګران او لاتیني توکمه خلک د کارونو د بیا ترلاسه کولو لپاره له مشکل سره مخامخ دي

د واشنګټن د عادلانه ودې د مرکز په غیرحکومتي موسسې کښې د کار د بازار د سیاست مدیر کیټ بان وویل اقتصادي نابرابرۍ ته اړونده مسائیل واقعا نه حل کیږي .

کارپیژاندي وايي دغه نابرابرۍ د کار په حوزه کښې له اوږدې مودې توپیرونو  سرچینه اخلي .

په امریکا کښې د کورونا له کبله میلیونونو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او ډير حکومتي او او خصوصي شرکتونه دیوالیه شوي  .

په امریکا کښې د بې وزله او د بې کوره خلکو شمیر هم بیخي زیات شوی دی .