د افغانستان طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104544-د_افغانستان_طالبان_باید_په_خپلو_ژمنو_عمل_وکړي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله وکړه طالبانو ډله په خپلو ژمنوعمل او د بشري حقوقو احترام وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2021 23:40 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله وکړه طالبانو ډله په خپلو ژمنوعمل او د بشري حقوقو احترام وکړي .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د جرمني له صدراعظمې انګلا مرکل سره په خبري کانفرنس کښې په افغانستان کښې د اوسنیو بدلونونو او په دغه هیواد باندې د طالبانو د کنټرول په هکله  خپل نظرونه څرګند کړل .

ولادیمیر پوتین وویل ډیره مهمه ده چې اجازه ورنکړو د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته ترهګرۍ وغځیږي او باید له افغانستانه د کډوالو تر پوښښ لاندې د ترهګرو د نفوذ مخه ونیول شي .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې خبرې سره چې د افغانستان په ډیرو سیمو باندې د طالبانو کنټرول یو (۱) حقیقت دی چې باید ورته توجه وکړو وویل له خارج څخه د ارزښتونو د تپلو او په نورو هیوادونو کښې د ډیموکراسۍ د بنسټ د کیښودلو روده پاې ته ورسیږي .

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل هم په دغه خبري کانفرنس کښې وویل زمونږ لومړیتوب له خپلو افغان همکارانو سره مرسته کول دي چې هغوې په راتلونکو ورځو کښې جرمني ته راولو .