د ایران نوی حکومت د اټومي تړون لپاره هڅه وکړي
Aug 21, 2021 01:21 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل هیله من یم چې د ایران نوی حکومت د اټومي تړون د احیا لپاره هڅه وکړي .
ولادیمیر پوتین پرون مازیګر د جرمني له صدر اعظمې انګلا مرکل سره له کتنې وروسته وویل له مرکل سره خبرې اترې په رغنده او کاري فضا کښې وشوې او د اړیکو د پراختیا د لرلید په هکله بحث وشو .
د روسیې ولسمشر پوتین وویل د جرمني له صدراعظمې انګلا مرکل سره په خبرو کښې مو د اټومي تړون په هکله هیله وکړه چې په ایران کښې د نوي حکومت له جوړیدا وروسته تهران د اټومي تړون د ساتلو لپاره فعالانه هڅې ته دوام ورکړي .
ولادیمیر پوتین وویل چې د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل مو د ایران له نوي ولسمشر سره د وروستیو ټیلي فوني خبرو له نتیجو خبره کړه .
ټیګونه