چین او امریکا باید د یوه بل درناوې وکړي
ده وویل چین او امریکا باید له یوه بل سره ملګرتیا وکړی اوله نړیوالو مسولیتونولوبولو سره سره خپلو داخلی چارو ته هم پام وکړي
د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د چین ولسمشر له خپل امریکایی همڅنګ سره په خبرو کې وویل د دواړو لورو ترمینځ سالمه او ثبات لرونکی رابطه ضروری ده او دواړه هیوادونه باید د یوه بل درناوې وکړی او سوله ایز ژوند ولرلې شی .
شی جینپینګ له جوبایډن سره په مجازی کتنه کې زیاته کړه د اب و هوا د بدلونونو او کرونا ویروس ناروغۍ په شان له نړیوالو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره ملګرتیا ضروری ده .
ده وویل چین او امریکا باید له یوه بل سره ملګرتیا وکړی اوله نړیوالو مسولیتونولوبولو سره سره خپلو داخلی چارو ته هم پام وکړي .
بایډن هم وویل چین او امریکا مسولیت لري تر څو ځیر ووسی اړیکی د څرګندې نښتې په لور منحرفې نشی ځکه چی دواړه هیوادونه د نړۍ اوخپلو خلکو په وړاندې مسولیت لری .