ارمنستان د خپلې خاورې دفاع کولو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108436-ارمنستان_د_خپلې_خاورې_دفاع_کولو_ته_چمتو_دی
مهر خبري اژانس وايي د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د سرحدي تاوتریخوالو له زیاتیدا وروسته د ارمنستان لومړي وزیر وویل د دغو شخړو دوام په بڼه کښې د ارمنستان خلک باید د خپل مورني ټاټوبي د دفاع لپاره چمتو ووسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 01:39 Asia/Kabul
  • ارمنستان د خپلې خاورې دفاع کولو ته چمتو دی

مهر خبري اژانس وايي د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د سرحدي تاوتریخوالو له زیاتیدا وروسته د ارمنستان لومړي وزیر وویل د دغو شخړو دوام په بڼه کښې د ارمنستان خلک باید د خپل مورني ټاټوبي د دفاع لپاره چمتو ووسي .

د ارمنستان لومړي وزیر په دوام کښې د خپل هیواد له خلکو وغوښتل سره متحد شي او د خپل سپیڅلي وطن ساتنه وکړي .

د ارمنستان دفاع وزارت هم په یوې (۱) بیانیې کښې د خپل هیواد د پینځلسو (۱۵) عسکرو د وژل کیدا او د دولسو (۱۲)نورو د نیول کیدا خبر ورکړ .

د اذربایجان جمهوریت خارجه  وزارت هم په جلا بیانیې کښې وویل مونږ ارمنستان د دواړو هیوادونو په سرحد کښې د تاوتریخوالو په قصدي ډول  زیاتولو کښې ګرم ګڼو .