امریکا د واحد چین اصل ته پاې بنده ده
(last modified Wed, 17 Nov 2021 02:00:28 GMT )
Nov 17, 2021 06:30 Asia/Kabul
  • امریکا د واحد چین اصل ته پاې بنده ده

زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په خبرو کښې ادعا وکړه چې د تایوان له بیلتون غواړو یې ملاتړ نه دی کړی او واشنګټن د واحد چین اصل ته پای بند پاتې کیږي .

د چین نړیوال ټيلي ويژن د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د خپل هیواد د  ولسمشر شي جین پینګ د اینټرنیټي غونډې په ختمیدا سره چې کابو درې (۳) نیم ساعته یې دوام درلود راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې واشنګټن به د تایوان د بیلتون غواړو ملاتړ  ونکړي .

ظاهرا د امریکا د ولسمشر دغه خبره د چین د ولسمشر د پریکنده دریځ په وجه ده چې په صراحت سره یې خبرداری ورکړی که چیرې د تایوان بیلتون غواړي د چین له سرې کرښې تیر شي پیکینګ به پریکنده اقدامات غوره کړي .

په تیرو څو میاشتو کښې چین په ځلونو امریکا ته خبرداری ورکړی چې د تایوان بیلتون غواړو ته د غلطو اشارو له ورکولو ډډه وکړي .

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په ایڼترنیټي غونډې کښې هغه ته ډاډ ورکړی چې امریکا د چین د نظام د بدلولو هڅه نه کوي او نیت نلري له دغه هیواد سره جنګ وکړي .

بل خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار سالیوان ادعا وکړه چې واشنګټن او زمونږ متحدان به له چین سره د سیالۍ لپاره د خپل قوټ ټول ټکي وکاروي .

 

ټیګونه