ماسکو د افغانستان د مالي سرچينو په ازادولو تاکيد وکړ
د افغانستان په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي د لويديځو هېوادونو لخوا د افغانستان د تړل شويو مالي سرچينو د ازادولو غوښتونکے شو.
ضميرکابلوف نن د روسيې له ۲۴ نومې ټي وي چېنل سره په مرکه کښې هره ورځ د افغانستان د پېسې افغانۍ کمښت ته په اشارې سره وويل: دا مسئله د امريکې لخوا د افغانستان د مالي سرچينو د تړل کېدوپه وجه رامنځته شوې ده.
د افغانستان په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي زياته کړه، زمونږ لويديځ انډيوالان پکار دے دا مسئله هواره کړي. مونږ باوري يوو چې دا اقدام منطقي نه دے.
دغه روسي چارواکي واضحه کړه، روسيې د افغانستان شتمنيو او زمکنۍ سرچينو ته د طمعې سترګې نه دي نيولې خو دې ته چمتو دے چې د تجارتي شرائطو په بنياد د دغه هېواد په اقتصادي منصوبو کښې برخه واخلي.
له بلې خوا د طالبانو د موقته حکومت اطلاع رسونې او کلتوري چارو د وزارت سرپرست ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې روسيه د نورو هېوادونو ترڅنګه په افغانستان کښې د اقتصادي او د پانګونې منصوبې اجراء کړي.