په ښه نیت سره په ویانا کې ایټمي مذاکراتو راستنیږو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108782-په_ښه_نیت_سره_په_ویانا_کې_ایټمي_مذاکراتو_راستنیږو
د برجام د ایټمي موافقې درې اروپایي غړو د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ د واکمنو په غونډه کې د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره ادعا وکړ چي ایران سره د ایټمي مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره په ښه نیت سره خبرو اترو ته استنیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2021 03:51 Asia/Kabul
  • په ښه نیت سره په ویانا کې ایټمي مذاکراتو راستنیږو

د برجام د ایټمي موافقې درې اروپایي غړو د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ د واکمنو په غونډه کې د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره ادعا وکړ چي ایران سره د ایټمي مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره په ښه نیت سره خبرو اترو ته استنیږي.

په دغه بیانیه کې راغلې: موږ په ښه نیت سره ویانا کې خبرو اترو ته ور استنیږو چي له ایران سره ایټمي مذاکرات له سره پیل کړو.

په دغه ګډه بیانیه کې برتانیا، فرانسه او جرمني د برجام په موافقه کې د امریکا کار ړنګونو ته له اشارې پرته زیاته کړې: موږ په دې باور یو چي داسي یوې مفاهمې ته رسېدلایشو چي له مخي یې امریکا بیرته برجام ته راستانه شي او ایران هم خپلو ژمنو ته راوګرځي.

اروپایي لوری په داسي حال کې دغه ادعا مطرح کړې چي خپله د برجام په نړیواله موافقه کې په خپلو سرغړونو او د امریکې له لوري د بندیزونو د لیري کېدو په ضرورت باندې سترګې پټي کړي دي.

هغوی ادعا کوي چي ایران باید د برجام د بیا پلي کېدو لپاره له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.

ایران د اروپایي لورو د سرغړونو او د برجام له نړیوالي موافقې څخه د امریکې د غیر قانوني تر وتلو یو کال وروسته لا هم په خپلو ژمنو پاتي شو تر څو اروپایي هیوادونو ته په کافي اندازه وخت ورکړي چي د امریکې د غیرقانوني خروج زیانونه جبران کړي.

خو اروپایي هیوادونه د دې پر ځای چي د برجام د موافقې له مخې په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي په ایران باندې د امریکې د غیرقانوني بندیزونو له پلي کېدو سره ملګري شول.

ایران هم اعلان وکړ چي د اروپایي هیوادونو او د امریکې سرغړونو ته په ځواب کې به تهران د برجام د موافقې په چوکاټ کې خپلي ایټمي ژمني راکمي کړي.

ایران د یوه مسئولیت منوونکی هیواد په توګه په ځلونو ویلي چي د امریکې د غیرقانوني بندیزونو د ختمېدو په صورت کې به د ایټمي ژمنو د پوره پلي کولو لپاره چمتو شي.