طالبانو ته د ملګرو ملتو د کرسۍ ورکول شکمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109082-طالبانو_ته_د_ملګرو_ملتو_د_کرسۍ_ورکول_شکمن_دي
د طالبانو د لنډمهاله حکومت استازي ته په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د کرسۍ د سپارلو موضوع لاهم د شکونو په شپول کښې پرته ده
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 01, 2021 13:01 Asia/Kabul
  • طالبانو ته د ملګرو ملتو د کرسۍ ورکول شکمن دي

د طالبانو د لنډمهاله حکومت استازي ته په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د کرسۍ د سپارلو موضوع لاهم د شکونو په شپول کښې پرته ده

د طالبانو د لنډمهاله حکومت استازي ته په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د کرسۍ د سپارلو موضوع لاهم د شکونو په شپول کښې پرته ده

ځینې سفارتي سرچینې وايي، ګرانه ښکاري چې په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دایمي نمایندکۍ څوکۍ طالبانو ته ورکړې شي.

رویټرز خبري آژانس لیکلي دي چې د ملګرو ملتو له خوا د طالبانو یا د میانمار د حکومت منل به په نړیواله توګه د دغو دواړو په رسمیت د پيژندل کیدو په لړ کښې یو ګام وي. دا په داسې حال کښې دي چې تراوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد د طالبانو موقته حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

په عین حال کښې د طالبانو حکومت، په دوحه کښې خپل ویاند سهیل شاهین، په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي کړی دی.

طالبانو له ملګرو ملتو غوښتي وو چې د اشرف غني د پرزیدلي حکومت ته، د افغانستان د نمایندګۍ کولو اجازه ور نه کړي خو د اشرف غني د حکومت سفیر غلام اسحاق زی بیا د خپلې کرسۍ د ساتل کیدو غوښتنه کړې ده.