د امریکا ولسمشر بایډن د پخواني ولسمشر سیاستونو ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي د امریکا مشهور نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي د اوسني ولسمشر جوبایډن خارجي سیاست تر ډیره حده د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو تعقیبول وباله .
هغه د امریکا د ولسمشر جوبایډن بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل دغه بهیر خوشبینانه نه دی او بایډن تر ډیره حده د پخواني ولسمشر ټرمپ سیاست ته مخه کړي ده او د بیلګې په توګه د فلسطین په هکله یې ځینې بې رحمانه اقدامات چې ټرمپ غوره کړي وو لغو نکړل .
نوام چامسکي زیاته کړه د امریکا ولسمشر جوبایډن د ایران په هکله له اټومي تړون په وتلو کښې د امریکا په جنایت باندې د غلبې لپاره ځینې ژبني حرکتونه بند کړل خو هماغه راز د ډونالډ ټرمپ د دریځ په دوام ټینګار کوي .
نوي نظر سنجیانې وايي د امریکا یوازې دوه څلویښت (۴۲) فیصده خلک د ولسمشر جوبایډن کړچار تائیدوي .