د ويانا په خبر کښې د چين استازے:
د ویانا خبرو کښې لا زيات کار ته ضرورت لروو
Dec 04, 2021 05:23 Asia/Kabul
د ويانا په خبرو اترو کښې د چين استازي پرون د ګډ اقدام بشپړه پروګرام برجا د ګډ کمېشن د غونډې له ختمېدو وروسته وويل چې لا زيات کار ضرورت لروو.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې وانګ کان د دې خبرې په بيانولو سره وويل، په دې اتفاق اوشو چې د ويانا په غونډه کښې ګډون کؤنکي د لا زياتو صلاح مشورو لپاره خپلو پائتختونو ته لاړ شي او د راتلونکې هفتې په مېنځنيو وختونو کښې ويانا ته ستانۀ شوو او خبرو اترو ته دوام ورکړوو.