ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې متحده عرب اماراتو ته د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم سفر ته د ایران د خارجه وزارت د ویاندوي د غبرګون خبر، سره د هغه له انځوره راخیستی دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې سعید خطیب زاده د دغه سفر په لړ کښې د هر هغه اقدام په هکله په جدي خبرداري سره چې د لویدیځې آسیا په ممې سیمې کښې د دغه جعلي رژیم د خرابونکي او فتنه اچونکي شتون د ټینګیدو سبب شي، وویل: دا ډول اقدامات د امنیت په تامینولو کښې خلل اچوي او د اسلامي امت او د سیمې او عربو هیوادونو د خلکو د ګټو خلاف ترسره کیږي.
هغه د نړۍ د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې په توګه د قدس شریف د آزادۍ د پریکنده او همیشني ارمان په یادولو سره وویل: د صهیونیسټي رژیم له شر او کینې ډک اقدامات چې د سیمې د مصیبتونو اصلي جرړه او علت دی، د سیمې له خلکو نه دي هیر شوي او له دغه رژیم سره د اړیکو د ښه کولو د بهیر مخالف به پاتې شي.
د ایران د خارجه وزارت ویاندوي په پاې کښې ټینګار وکړ چې د قدس نیواکګر رژیم د اسلامي نړۍ او د عربو هیوادونو اول نمبر دښمن دی او د اړیکو د ښه کولو په لاره کښې هیڅ ډول اقدام د فلسطین لوړ ارمان نه شي هیرولی.
ابرار په یو بل خبر کښې د سکای نیوز له قوله لیکلي چې د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د امریکې او اسرائیلو ترمینځ اختلاف رامینځته شوی دی.
خبر زیاتوي چې سکای نیوز چینل د امریکايي سرچینو په حواله چې البته د هغو نوم یې نه دی اخیستې، ویلي دي، واشنګټن د ایران خلاف د اسرائیلو د هر ډول یواړخیز تحرک په هکله دغه رژيم ته خبرداری ورکړی دی.
دغو سرچینو ویلي دي، کوم اسرائيلي پلاوی چې په دې وروستیو کښې واشنګټن ته تلی و، باوری دی چې امریکې د ویانا په مذاکراتو کښې ایران ته یولړ امتیازات ورکړي دي، بې له دې چې په بدل کښې کوم څیز ترلاسه کړي.
دغو سرچینو په یوه بله برخه کښې څرګنده کړه چې امریکې د ایران د پوځي سایټونو خلاف پوځي پلانونه نه دي منلي.
له بلې خوا په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې استازي ټینګار کړی چې که څه هم په ویانا کښې ایټمي خبرې اترې ورو روانې دي خو په مجموعي توګه یې پرمختګ کړی دی.
هم داشان د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر وايي، که برجام (ایټمي موافقه) نه وي نو د سیف ګارډ (محدودې څارنې) په چوکاټ کښې به کار وکړو.
*/*/*/*/*/*/*
د تهران ورځپاڼو په دوام کښې کیهان ورځپاڼه راخلو او نیغ یې بهرنیو خبرونو ته ځو او یو څو لنډ خبرونو یې له تاسو سره شریکوو. نو پام ورته وکړئ.
د امریکې دفاع وزارت وايي: د افغانستان د ملکي وګړو د وژلو په خاطر به هیڅ امریکايي پوځي ته سزا ور نه کړی شي.
پينټاګان په سویم ځل دا خبر وکړه چې هیڅ کوم امریکايي پوځي به د آګست په ۲۹ نیټه په کابل کښې د هغې ډرون حملې په وجه محاکمه او سزا نه کړي چې له امله یې د اوو ماشومانو په شمول ۱۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي وو.
کیهان په یو بل خبر کښې لیکلي دي، د فرانسې د چارواکو په حکم په دغه هیواد کښې د مسلمانانو ۲۱ جوماتونه بند کړی شول
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په یوه مرکه کښې ویلي دي چې پر دغو تړل شویو ۲۱ جوماتونو سربیره به، ۶ نور جوماتونه هم ډیر زر بند کړي.
د ویلو ده چې په لویدیځو هیوادونو کښې فرانسه د اسلام له مبین دین سره په دښمنۍ مشهوره ده.
کیهان په یو بل سرټکي کښې د سوریې په دیرالزور کښې د امریکې په پوځي اډې باندې د راکټي حملو خبر ورکړی دی.
د سوریې د دیرالزور ولایت په ختیځ کښې د (العمر) په نامه تیلي میدان کښې د امریکې غیرقانوني اډه په څو راکټونو وویستې شوه، ځینو رسنیو له دغې اډې څخه لږترلږه د څلورو چاودنو د غږ د اوریدل کیدو خبر ورکړی دی.
په یمن کښې هم په مارب ولایت کښې د دغه هیواد د انقلابیانو په حملو کښې د سعودي ائتلاف څو قومندانان او ۴۱ تالي څټي هلاکت شوي دي.
له بلې خوا په اروپا کښې د کرونا له امله لګیدلو محدودیتونو باندې د اعتراضونو په دوام کښې، په جرمني او لتوانیا کښې خلک سړکونو ته راووتل. دغه رپورټونه د خلکو او شورش ضده ځواکونو ترمینځ په نښتې بدل شول.
او د ارّې خاوند د واشنګټن په سړکونو ولیدې شو
کوم ټرکونه چې ورباندې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تصویرونه د (ښاغلي اره) په جملې سره چاپ شوي وو، د واشنګټڼ په سړکونو او د سپینې ماڼۍ او د عربستان د سفارتخانې مخې ته تیر شول.
محمد بن سلمان ته د ارې د خاوند لقب، په استنبول کښې د عربستان په کونسلیټ کښې د مشهور خبریال جمال خاشقجي د وژلو او په ارې سره یې د بدن د ټوټې کولو په لړ کښې د هغه د نیغ نیغه حکم په وجه ورکړی شوی دی.
**/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
اوس به د کابل چاپ ځینې ورځپاڼې وګورو.
په سر کښې مسیر ورځپاڼه راخلو چې په خپل ویبسایټ کښې یې په یو خبر کښې لیکلي دي: چین وايي په افغانستان کې دې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټل شي
چین وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري کنفرانس کې د پنټاګون پر هغه پرېکړه غبرګون ښوودلی، چې له مخې یې په کابل کې د یوولسو ملکي وګړو په وژلو کې پړه امریکايي سرتېري نه مجازات کېږي.
د وانګ په خبره امریکا اوږده کلونه د بشري حقونو د خوندیتوب او ولسواکۍ په بهانه په افغانستان کې جګړه وکړه او په دې لړ کې یې زرګونه ملکي او بېګناه وګړي ووژل. هغه وايي ټول نړیوال په دې باور دي چې با صلاحیته ادارې دې د امریکا د جنګي جنایتونو پلټنه وکړي او په دې برخه کې پړه کسان باید خپله سزا وویني.
دده په خبره امریکا ځان د بشري حقونو مدافع بولي خو په افغانستان کې لسګونه داسې موارد شته چې د امریکايانو له لوري د بشري حقونو ښکاره نقض ثابتوي.
هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې بیا د طالبانو د لنډمهاله حکومت د کورنیو چارو د وزارت دا خبره راخیستې چې وايي، امنیتی کسانو ته د سرغړونې اجازه نه ورکوو
د طالبانو د موقته ادارې د کورنیو چارو وزارت وايي د سرغړوونکو امنیتي کسانو پر وړاندې به جدي اقدامات ترسره کېږي. د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوی د کابل ښار په دویمه حوزه کې د هغه ځوان کورنۍ ته د خواخوږۍ په موخه ورغلي وو، چې څو ورځې وړاندې د امنیتي کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي د یادې کورنۍ له غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی به عدالت تامینوي او د ورته سرغړونو د تکرار اجازه نه ورکوي. کورنیو چارو وزارت ویلي چې هېڅوک تر قانون لوړ نه دي، امنیتي کسان د خلکو د امنیت مسوول دي او د سرغړونې په صورت کې به یې پر وړاندې قانوني چلند کېږي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال پر ټولو امنیتي کسانو غږ کړی چې له غیر قانوني اقداماتو لاس په سر شي او د خپلو خلکو د امنیت په برخه کې هڅې لا ډېرې کړي.
*/*/*/*/*/*
او په پاې کښې د افغانستان د کلید ورځپاڼې له ویبسایټ څخه راخیستې خبر درسره شریکوو چې په کښې د یو طالب چارواکي له قوله راغلي دي: له هېواد څخه د علمي کادرونو وتلو مخنیوي لپاره کار روان دی
د افغانستان د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ناوخته د پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې ویلي چې له هېواد څخه د علمي کاردرونو د تېښتې مخنیوي لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي.
له هېواد څخه د علمي کادرونو وتلو مخنیوي لپاره کار روان دی
د طالبانو د حکومت ویاند انعام ا... سمنګاني پر ټوېټرپاڼه دا لیدنه تایید شوې ده.
د سرچینې په خبره، په ترسره شوې لیدنه کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال له استادانو سره ژمنه کړې چې وړاندیزونو او غوښتنو ته به یې ژر رسېدنه وشي.
د ده په خبره، ډېر ژر به ټول دولتي پوهنتونونه پرانیستل شي او د علمي کادرونو د تېښتې مخنیوي لپاره هم عملي کارونه پیل شوي دي.
ویل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لوړو زده کړو درلونکي کسان افغانستان پرېږدي او د ښه ژوند کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.
دا چې له هېواده د علمي کادرونو د مخنیوي لپاره کوم اقدامات په پام کې نیول شوی، په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
*/*/*/*/*/*/
عبدالماجد درانی