د قرقیزستان عسکر له قزاقي مظاهرچیانو سره نه مخامخیږي
مظاهرې د قزاقی عسکرو د مقابلې په دلیل تاوتریخجنې شوی دي او تراوسه پکې په لسګونو کسان مړه ، په سلګونو ژوبل او نیول شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکوی په قراقزستان کې د مظاهرو په دوام او سختیدا اود بلواګانو د کنټرولولو لپاره د قرقیزستاني عسکرو په ورلیږلو پسې د قرقیزستان د ولسمشرۍ دفتر د یوې بیانیې په صادروبو سره وویل د دغه هیواد عسکر له مظاهرچیانو سره مقابله نه کوي . روسیې او د ډله ایز امنیت تړون سازمان هیوادونو هم قزاقستان ته چی د سږکال له پیل راهیسې له پراخو ولسي مظاهرو سره مخامخ دې ، عسکر ورلیږلي دي .
د قزاقستان د خلکو مظاهرې د ګاډیو د ګازو د بیې په زیاتیدا په اعتراض کې پیل شوی او له دغې فیصلې د ولسمشر تاکایف له تیریدا او د دولت د استعفا له منلو سره سره هماغه راز دوام لري .
مظاهرې د قزاقی عسکرو د مقابلې په دلیل تاوتریخجنې شوی دي او تراوسه پکې په لسګونو کسان مړه ، په سلګونو ژوبل او نیول شوي دي .
له بلې خوا دغه وضعیت د یورنیمو او د دیجیټل کرنسی د بیو د لوړیدا سبب شوې دې .