ترکمنستان د جهنم دروازه زر بندوي
Jan 10, 2022 10:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د مرکزي اسیا د یوه (۱) هیواد ترکمنستان حکومت د دوزخ د دروازې په نوم د اور د یوې (۱)کندې د بندولو فیصله کړي ده .
رسنۍ وایي چې د ترکمنستان حکومت په نولس سوه یواویایم (۱۹۷۱) میلادي کال کښې د تیلو او د ګازو د زیرمو د لټولو په وخت د ماهرانو لخوا یوه(۱) څا کیندلي وه چې له کبله یې اور ولګید چې د کابو پنځوسو(۵۰) کلونو په تیریدا سره اوس هم دغه اور بل دی .
د ترکمنستان ماهرین تراوسه د دغه اور په وژلو نه دی بریالي شوي چې له کبله یې نه یوازې نږدې چاپیریال ته تاوان رسیږي بلکې معدنیات هم ضایع کیږي .
د ترکمنستان ولسمشر« قلي بردي محمدوف» د جهنم د دروازې په نوم د دغه اورو د مړکولو او د کندې د بندولو اعلان کړی دی .
هغه وویل چې ماهرین د اور د مړ کولو لپاره کومه لاره ولټوي .
ټیګونه