کورونا په نړۍ کښې د نابرابرۍ د زیاتیدا زمینه جوړونکي :-
(last modified Tue, 18 Jan 2022 11:53:41 GMT )
Jan 18, 2022 16:23 Asia/Kabul
  • کورونا په نړۍ کښې د نابرابرۍ د زیاتیدا زمینه جوړونکي :-

د بې وزلۍ پرضد د مبارزې نړیوالې موسسې اکسفام (OXFAM) په یوه(۱) نوي راپور کښې وویل په داسې حال کښې چې د کورونا د ساري د ناروغۍ په وخت کښې د نړۍ د نهه نوي (۹۹) فیصدو خلکو د عایدو حالت خراب شوی دی د نړۍ د لسو (۱۰) ډیرو شتمنو کسانو شتمنۍ دوه (۲) برابره شوي ده او له اوه سوه (۷۰۰) میلیارډو ډالرو څخه کابو پینځلس سوه (۱۵۰۰) میلیارډو ډالرو ته رسیدلي ده .

دغه غیر حکومتي موسسې «نابرابرۍ وژنه» کوي په نوم سره په یوه (۱) راپور کښې وویل نړیوالې میلیونري ډلې خپلې شتمنۍ کابو پینځه (۵) ټریلیونه ډالره زیاتې کړي دي چې دا هغه تر ټولو زیات شمیر دی چې تراوسه ثبت شوی دی .

دغه راپور په داسې حال کښې خپریږي چې په نړۍ کښې د کورونا ساري ناروغۍ د خپریدا دوام او د کورونا د نوي ویروس رامینځته کیدل نه یوازې په ټوله دنیا کښې هماغه راز جدي ګواښ دی بلکې د ټولنې په بیلابیلو برخو کښې یې نابرابریانې هم  زیاتې کړي دي .

د نړۍ په ډیرو سیمو په تیره بیا په زیاتو افریقايي هیوادونو او د لاتیني امریکا په ځینو هیوادونو کښې ډاکټر ته له کافي او ضروري نا لاسررسی سره یوځای طبي او روغتیايی نابرابریانې ، د درملو او د طبي تجهیزاتو کمښت او حتی د کورونا واکسینونو کمښت د ډیرو خلکو د مړینې سبب شوي دي .

د ملګروملتونو شمیرنې وايي چې په شتمنو هیوادونو کښې کابو اوه شپیته (۶۷) فیصده خلکو د کورونا واکسین کابو یو(۱) ډوز ترلاسه کړی دی .

دا په داسې حال کښې دي چې په کم عایده هیوادونو کښې له لسو (۱۰) فیصدو څخه کم کسان تراوسه نه دي بریالي شوي چې د کورونا واکسین لومړی ډوز ترلاسه کړي .

دغه نابرابریانې چې د روغتیا نړیوالې موسسې هغه د یوې (۱)اخلاقي رسوایۍ په توګه یاد کړي دي ممکنه ده چې نورې پسې ژورې  شي او ځکه چې ډیرې هیوادونه د اومیکرون د نوي ویروس خپریدا ته په غبرګون کښې د اضافي ډوزونو د تامینولو لپاره زیاته هڅه کوي .

د خوراکي موادو کمښت ، د بې وزلۍ زیاتیدل او بیکارۍ بله موضوع ده چې په تیره بیا کمزوري هیوادونه ورسره مخامخ دي .

د خپرو شویو شمیرنو پراساس په نړۍ کښې یوسل پینځه پنځوس (۱۵۵)میلیونه خلک د خواړو د ناامنۍ په کړکیچن پړاو کښې له هغه لا بدو شرایطو سره مخ دي چې د تیر کال په نسبت کابو شل (۲۰) میلیونه زیاتوالی ښيي .

د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د جنګ او د نښتې دوام او د پوځي لګښتونو تامینول هغه بله موضوع ده چې نابرابریانې یې زیاتې کړي دي .

د کورونا ساري ناروغۍ په وجه د نړۍ د هیوادونو پوځي لګښتونه تر یوپنځوس (۵۱) میلیارډو ډالرو پورې زیات شوي دي چې له لوږې سره د مبارزې لپاره د ملګروملتونو موسسې د اړتیا وړ بودجې کابو شپږ (۶) برابره ده .

د اکسفام موسسې عامل مدیر «ابي مکسمن» په دې زمینه کښې وايي نن سبا د نه ختمیدونکو جنګي پایلې د کورونا ویروس له پایلو څخه زیاتې شوي دي .

په پوځي جنګونو  کښې ښکیلې لوري له کورونا ساري ناروغۍ سره د مبارزې کولو  پرځاې په جنګ بوختې شوي دي چې اکثره یې هغو میلیونو کسانو ته چې له دې مخکې د اب وهوا د غمیزو ، او  د اقتصادي مشکلاتو په وجه تاواني شوي دي اخري ګوزار ورکوي .

که څه هم په نړۍ کښې نابرابرۍ او بې عدالتۍ له کورونا ناروغۍ څخه مخکې هم وه خو داسې ښکاري چې کورونا ویروس په دنیا کښې د نابرابرۍ بهیر چټک کړی په دې ډول  چې په نړۍ کښې د بیلابیلو ټولنو د کمزورو او د شتمنو پرګنو ترمینځ درز له مخکې څخه زیات شوی دی .

کارپیژاندی« لوکاس چانسل» وايي مونږ د نړۍ د قطبی کیدا کتونکي یوو .

هغه وویل کورونا ویروس د میلیارډرانو د راڅرګندیدا ښکارنده زیاته کړي ده او زیاته  بې وزلۍ یې رامینځته کړي ده .

څه موده مخکې د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا هم د اوسنیو نابرابریو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د پایداره پراختیا د هدفونو په ارتباط د بشري حقوقو معیارونه باید د کورونا ویروس له کړکیچ څخه د وتلو لپاره د ترسره شویو هڅو او د اقداماتو سرلوحه وګرځي .

خو داسې نه ښکاري چې د نړۍ شتمن هیوادونه او کسان دغو خبرداریو ته پام وکړي .