د حضرت امام سجاد علیه السلام نیکمرغه زوکړه دې مبارک وي
حضرت امام سجاد ع په ټولو ښکاره انساني صفتونو ، اخلاقو او فضلیت کښې کمال ته رسیدلی وو .
زمونږ خبریال وايي نن د نهې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې اتمه او د ۱۴۴۳هجري قمري کال د شعبان د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د څلورم امام حضرت سجاد علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري .
حضرت امام زین العابدین علیه السلام د اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په پینځمه نیټه په مدینې ښار کښې وزیږید .
د امام سجاد علیه السلام پلار د نړۍ د شیعه مسلمانانو دریم امام حضرت امام حسین علیه السلام دی .
حضرت امام سجاد ع په ټولو ښکاره انساني صفتونو ، اخلاقو او فضلیت کښې کمال ته رسیدلی وو .
هغه حضرت په خپل وخت کښې ترټولو ستر ، پرهیزګار ، صبرناک او تر ټولو محترم کس ګڼل کیده او هغه حضرت ګویا او فصیح ژبه او ښه اخلاق درلودل .
حضرت امام سجاد علیه السلام په خلکو ډیر مهربانه وو او له بې وزله او اړمنو خلکو سره به یې ډیرې مرستې کولې .
د اهل بیتو اطهارو پیروانو د سید الساجدین ع د نیکمرغه زومړې په ورځ په مشهد کې د امام رضا علیه اسلام په حرم کې په شتون سره جشن جوړ کړ .
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت امام سجاد زین العابدین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو ، ازادوي غواړو او تاسو ګرانومیناوالو ته مبارکي وايي