په مذاکراتو کښې د پام وړ پرمختګ شوی دی
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست په دې خبرې سره چې په خبرواترو کښې ښه پرمختګ شوی دی، موافقې ته رسیدل د امریکې له خوا سیاسي پریکړو ته اړمن وبلل
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست په دې خبرې سره چې په خبرواترو کښې ښه پرمختګ شوی دی، موافقې ته رسیدل د امریکې له خوا سیاسي پریکړو ته اړمن وبلل
محمد رضا غائبي پرون په ایران کښې د برجام په اجرا باندې د څارنې او رښتیا آزماینې په موضوع د واکمنې شورا په غونډې کښې د وینا په ترڅ کښې د ایران اصولي دریځونه تشریح کړل.
غائبي په دې خبرې سره چې تراوسه پورې په مذاکراتو کښې د پام وړ پرمختګ شوی دی، څرګنده کړه: که امرکیا او د ایټمي موافقې نور غړي خپل ښه نیت وښايي او د ظالمانه او غیرانساني بندیزونو د لرې کولو لپاره ضروري او صحي فیصلې وکړي نو د مذاکراتو کامیابه جمع بندي لرې نه ده.