د امام مهدي (ع) ميلاد ټولو ته مبارک شه
نن د شعبان يا شوقدر د مياشتې پينځلسمه نېټه د ولايت او امامت د آسمان د دولسم ځلانده ستوري حضرت امام مهدي عليه السلام ميلاد دے.
امام مهدي (ع) د ۲۵۵ هجري قمري کال د شعبان په پينځلسمه نېټه سحر وختي په سامرا ښارکښې دنيا ته راغے. د هغه حضرت بزرګوار پلار امام حسن عسکري (ع) او مور بي بي يې حضرت نرجس خاتون (س) وه. هغه حضرت له ولادت نه پس تر پينځو کلونو پورې د خپل بزرګوار پلار تر سرپرستۍ لاندې په نيمه مخفي توګه ژوند کوۀ.
په 260 هجري قمري کال کښې د حضرت امام حسن عسکري (ع) له شهادته وروسته يې د خداے پاک په مرضۍ او حکمت سره د غېبت صغری دوران شروع شو او تر 329 هجري قمري کال پورې يې دوام پېدا کړ.په دغه دوران کښې حضرت امام مهدي (ع) د خپلو څلور تنه نائبانو په ذريعې سره د خلقو د چارو چلولو ته دوام ورکړ. د هغه بزرګوار امام د غېبت کبری دوران هم له 329 هجري قمري کال نه شروع شوے دے او تر اوسه دوام لري او د حضرت محمد مصطفی (ص) د فرموداتو له مخې چې هر کله خداے پاک وغواړي په آخره زمانه کښې چې معلومه نه ده دنيا ته ظهور کوي او دنيا به له عدل او انصافه ډکوي څنګه چې مخکې له ظلم او بې انصافۍ ډکه وي.
د هغه قدرمن امام (ع) د ميلاد په شپه او ورځ د ټول ايران په هره سيمه کښې په تېره په مشهد مقدس ښار کښې د اتم امام حضرت امام علي رضا (ع) او په قم مقدس ښار کښې د اما رضا (ع) د خور بي بي حضرت بي بي فاطمه معصومه (س) په مبارکو روضو کښې د هغه حضرت د ميلاد جشنونه په شانداره توګه نمانځل کيږي. په خاصه توګه په جوماتونو او سپېځلو ځايونو کښې خلق شپې په ويښه تېروي او د خداے پاک په درګاه کښې د قرآن مجيد په تلاوت او نورو عبادتونو او دعاګانو بوختيږي.
مونږ د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې لخوا په خاصه توګه د پښتو خپرونې د کارکؤنکو لخوا د نړۍ ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د محمد (ص) او آل محمد (ص) مينه والو او تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.