ماسکو کښې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114576-ماسکو_کښې_د_افغانستان_سفارت_طالبانو_ته_وسپارل_شو
د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د افغانستان سفارتخانه د طالبانو لنډمهاله حکومت ته وسپارله شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2022 04:31 Asia/Kabul
  • ماسکو کښې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شو

د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د افغانستان سفارتخانه د طالبانو لنډمهاله حکومت ته وسپارله شوه

په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت تراوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی خو ازبکستان، پاکستان، ترکمنستان، چین او اوس روسیې د طالبانو سفارتکاران منلي دي.

د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل: زمونږ ډیپلماټانو او استازو په ماسکو کښې د افغانستان د سفارت چارې ترلاسه کړې.

بلخي هم داشان د طالب ډیپلماټانو د منلو په وجه د روسیې قدرونه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف هم په دې وروستیو کښې په بیجنګ کښې د افغانستان د ګاونډي هیوادونو په غونډه کښې د طالبانو تر حکومت لاندې د افغانستان د وړومبني سفارتکار د تایید خبر ورکړی و.

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم د طالب ډیپلماټانو د منل کیدو په غبرګون کښې وویل چې دا د روسیې او افغانستان ترمینځ د سفارتي اړیکو د بیا پيلیدو لپاره یو مهم ګام دی خو په رسمیت د طالبانو د حکومت د پیژندلو په سر د خبرواترو وخت لا نه دی رارسیدلی.