روسیې د اوکراین ۲۱۷ پوځي مرکزونه تباه کړي دي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د دفاع وزارت ویاند بیګا وویل په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اوکراین دوه سوه اولس(۲۱۷) پوځي مرکزونه تباه شوي دي .
د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کوناشنکف په خپل هره ورځې راپور کښې وویل وړمه ورځ دغه راز د اوکراین پینځه بې پایلوټه الوتکې او دوه هیلي کوپټرونه هم تباه کړې شوي دي .
هغه وویل د اوکراین دوه توغندي چې په خرسون سیمه کښې د کاخوفکا په بریښنا کوټ باندې یې د حملې هڅه کوله نسکور کړی شوي دي .
د اوکراین جنګ دوهمې میاشتې ته ورننوتلی دی او د اوکراین ولسمشر زلنسکي د روسیې د شپاړس زره پوځيانو د وژل کیدا خبر ورکوي خو د روسیې دفاع وزارت یوازې د دیارلس سوه یوپنځوسو عسکرو وژله تائیدوي .
ملګري ملتونه وايي چې د اوکراین څه د پاسه درې میلیونه او اوه لکه خلک کډوال شوي او په جنګ کښې څه د پاسه یوزر اتیا کسان وژل شوي هم دي .