ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115450-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او کابل د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 05:44 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او کابل د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په یو سرټکي کښې یې د عراق د وزیراعظم له قوله لیکلي دي: د تهران او ریاض ترمینځ تفاهم او هوکړه نزدې ده.

په خبر کښې لولو چې مصطفی الکاظمي دې ټکي ته په اشارې سره چې د سیمې د هیوادونو ترمیمځ حقیقي ملګرتیا رامینځته شوې ده، ټینګار وکړ: ډاډه یو چې د ایران او عربستان ترمینځ موافقه نزدې ده.

هغه له الصباح خپرندوې سره په خبرو کښې د تهران او ریاض په خبرواترو کښې د رامینځته شویو بدلونونو او په دې هکله چې آیا دغه مذاکرې به دوام ولري؟ وویل: عراق د سیمې د هیوادونو ترمینځ هوکړو په عملي کیدو او د سیمه ایز ثبات په راتلو کښې نیغ په نیغه ګټې لري.

الکاظمي ټینګار وکړ، مونږ په دې وجه چې له دغو دواړو هیوادونو او له مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو لورو سره ښې اړیکې لرو، وتوانیدو چې د عراق په خاوره کښې د خبرواترو مثبته فضا رامینځته کړو.

هغه وویل: په سعودي عربستان او د ایران په اسلامي جمهوریت کښې زمونږ وروڼه د مذاکراتو په دوسیې کښې په لوړ مسئولیت او د سیمې د اوسنیو اړتیاؤ له مخې غور کوي او مونږ ډاډه یو چې ان شاءا... موافقه نزدې ده او د سیمې د ټولو هیوادونو په اړیکو کښې به یوه پراخه او حقیقي ملګرتیا رامینځته شي. */*/*/*/*/*/

له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د نیکمرغه وړوکي اختر د مبارکۍ پیغام لیکلی دی او هم داشان یې په یو سرټکي کښې لیکلي چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کوچني اختر په مناسبت د یوشمیر زندانیانو سزا معاف کړې او یا یې په کښې کمی راوستی دی.

خبر زیاتوي چې حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د راتلونکي کوچني اختر په خوشالۍ کښې د هیواد د محکمو له خوا د محکوم شویو ۱ زر او ۵ سوه ۴۲ بندیانو د سزا له بخښل کیدو او یا په کښې له تخفیف او کمي سره موافقه کړې ده.

هم داشان جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د تل په شان د حضرت امام خمیني(رح) یو قول راخیستی دی چې فرمايي: حقیقي اختر هله وي چې انسان د خدای تعالی رضا ترلاسه کړي او خپل باطن اصلاح کړي.

دې ورځپاڼې هم د کوچني اختر مبارکي ویلې او هم داشان یې لیکلي چې د دیني مراجعو له خوا د سرسایې اندازه اعلان شوې ده.

جمهوري اسلامي هم داشان په هم دغه وړومبي مخ د کعبې شریفې یو انځور چاپ کړی او لاندې یې ترې لیکلي دي چې د کرونا له راتګ وروسته نن سبا په مسجد الحرام کښې ترټولو زیات رش دی.

د ویلو ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان د رمضان په مبارکې میاشتې په تیره بیا د دې میاشتې په وروستۍ لسیزې کښې ځانونه د خدای تعالی کور یعنې کعبې شریفې ته رسوي خو له بده مرغه له تیرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د کرونا وایرس د خوریدو په وجه د عربستان د حکومت له خوا د عمرې او حج لپاره ډیر محدودیتونو رامینځته کړې شوي وو خو اوس چې دغه ناروغي کمه شوې ده نو مسجدالحرام او هم داشان مسجد النبي(ص) یوځل بیا له مسلمانانو ډک شوي دي.

*/*/*/*/*/*/

د تهران چاپ حمایت ورځپاڼې بیا په یو غټ خبر کښې لیکلي دي: فلسطین او یوکراین د سرمایه دارۍ د نړۍ په تفکر کښې د تضاد او د بشري حقوقو په موضوع کښې د لویدیځ د سترو دروغو نښې دي

له دغه سرټکي لاندې لولو چې صهیونیسټي رژیم له فلسطینیانو سره نښتې او د هغوي ځپل زیات کړي دي خو له بلې خوا د فلسطین خلکو هم خپل مقاومت ډیر کړی دی.

په دې لړ کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم تیره جمعه د قدس د ورځې په مناسبت خپله وینا کښې، د صهیونیسټي رژيم له ستومانه کیدو سره سره د هغه د ډول ډول جنایتونو دوام ته په اشارې سره وفرمایل: په اروپا او امریکا کښې د بشري حقوقو دروغجنو مدعیانو چې د یوکراین په مسئله کښې یې اغال مغال راخیستی دی، په فلسطین کښې یې د دې دومره جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده او د مظلوم دفاع نه کوي بلکې له خونړي لیوه سره مرسته هم کوي.

د معظم رهبر دې څرګندونو د لویدیځوالو لپاره ستره رسوايي رامینځته کړه ځکه چې دوه مخې توب او منافقت یې له کلونو راهیسې په انسانیت لوبې کړې دي. صهیونیسټ رژیم نن سبا د یوکراین له جنګه په ناوړه استفادې سره غواړي اوس چې د نړیوالو پام دغه جنګ ته اوړیدلی دی، په فلسطین کښې خپلو موخو ته ورسیږي، خو د فلسطین مسئله د هیریدو نه ده حتی که په نړۍ کښې نور ډیر کړکیچونه هم جوړ شي، د فلسطین مسئله او د صهیونیسټانو له خوا د دغه هیواد نیواک او کوم جنایتونه چې اسرائیلیان هلته کوي، نه یوازې د اسلامي نړۍ بلکې د ټولې دنیا اولنۍ او مهمه مسئله ده.

*/*/*/*/

کابل چاپ

د کابل چاپ ورځپاڼو پر ځاې د هغوي له ویب سایټونو څخه ځیني مهم خبرونه درسره شریکوو او وړومبې د (ډیلي مسیر) خبرونه راخلو. لیکي: ایران وايي د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پیلوي

د ایران حکومت وایي دوي د ورغلو افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيلوي. د ایران د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په وروستیو کې دغه هېواد ته سلګونه زره افغان کډوال ورغلي چې دواړو لورو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

د ده په خبره دوی نه شي کولی له سلګونه زره افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړي نو ښه لاره یې دا ده چې دوی ثبت کړي او د اوسېدو موقت وخت ورکړي. نوموړي په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی چې د ثبت ځانګړو مرکزونو ته ورشي او له کومې وېرې پرته د موقت اوسېدو جواز ترلاسه کړي.

دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی چې له ثبت پاتې افغان کډوالو سره به بیا سخت چلند کېږي.

*/*/*/

هم دې ویب سایټ په یو بل خبر کښې د ازبکستان د یو سفارتکار له قوله لیکلي دي: راوړل شوې الوتکې د امریکا دي او افغان لوري ته یې نه ورکوو

ازبکستان وایي په دغه هېواد کې د افغانستان ځای پر ځای شوې الوتکې افغان حکومت ته نه ورکوي. د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي، په کابل کې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته ټولې ور وړل شوې الوتکې له امریکا سره د یوه توافق له مخې د ازبکستان له لوري ساتل کېږي.

د ده په خبره دغه الوتکې د امریکا دي او پخواني حکومت ته اخیستل شوې وې، چې اوس هم نوي حکومت ته نه ورکول کېږي بلکې امریکا یې په اړه پرېکړه کوي. دغه ازبکستاني ديپلومات ويلي په دې اړه یې د افغانستان نوي حکومت ته هم وضاحت ورکړی دی.

تېر کال د افغان حکومت تر سقوط وروسته ګڼې الوتکې د پیلوټانو له لوري تاجکستان او ازبکستان ته یوړل شوې، چې بیا افغان حکومت په وار وار ددې الوتکو د راګرځولو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه منل شوې نه ده.

*/*/*/*/

عبدالماجد درانی