اوکراین باید موجود حقیقتونه ومني
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115592-اوکراین_باید_موجود_حقیقتونه_ومني
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمنې ماریا زاخارووا وویل اوکراین او نورو هیوادونه باید د هغو ټاټوبو واقعیتونه چې روسیې ته د کریمه سیمې بیرته ستنیدل او د دونتسک او د لوهانسک سیمو خپلواکۍ په کښې شامل دي ومني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 00:19 Asia/Kabul
  • اوکراین باید موجود حقیقتونه ومني

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمنې ماریا زاخارووا وویل اوکراین او نورو هیوادونه باید د هغو ټاټوبو واقعیتونه چې روسیې ته د کریمه سیمې بیرته ستنیدل او د دونتسک او د لوهانسک سیمو خپلواکۍ په کښې شامل دي ومني .

هغې پرون د اسپانیا له یوې(۱) ورځپاڼې سره په مرکه کښې ویل باید د ملګروملتونو د منشور پراساس د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره  د ملتونو حق او د خلکو قانوني او عاقلانه انتخاب احترام وشي او پر دې اساس کریمه سیمه روسیې ته بیرته ورستنه شوي ده او لوهانسک او دونتسک سیمې هم په خپلواکه  حکومتونو بدلې شوي دي .

له بلې خوا د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري  پسکوف پرون وویل چې له روسیې سره د سولې په خبرو کښې د اوکراین غیررغنده دریځونه سبب شوي دي چې د دغو خبرو اترو بهیر هیڅ نتیجه ورنکړي .

د کریملین ماڼۍ ویاند په داسې حال کښې له اوکراین سره د روسیې په خبرو کښې د نه پرمختګ خبره کړي ده چې له دې مخکې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ټینګار کړی و چې دغه خبرې ستونزمنې دي خو هماغه راز دوام لري .

روسیې په ځلونو ویلي دي چې په اوکراین کښې د ماسکو پوځي عملیات د بې وسلې کولو او د اوکراین د نازي جوړیدا د مخه د نیولو لپاره ترسره شوي دي او د روسیې پوځیان یوازې د اوکراین په پوځي مرکزونو بریدونه کوي او په غیر پوځي ځایونو هیڅ حملې نه کوي .