مسکو د برتانیې سفیر احضار کړ
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په مسکو کې د برتانیې سفیر احضار کړ.
د روسیې خارجه وزارت د برتانیې د سفیر په احضارولو سره ټینګار وکړ چي مسکو به د برتانیې نویو لګول شویو بندیزونو ته پرېکنده ځواب ورکړي.
د برتانیې دولت د اکراین څخه په ملاتړ کې په وروستیو ورځو کې د روسیې په ضد پراخ بندیزونه لګولي دي.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیري لیز تراس د روسیې په ضد په خپلو وېناو کې ویلي چي د اکراین جګړه د ټولو لوېدیځوالو جګړه ده او اروپایي هیوادونه باید له روسیې څخه د تیلو او ګازو په وارداتو بندیز ولګوي.
د بلي خوا څخه بیا د برتانیې د دفاع وزیر بن والاس رسنیو ته وویل چي روسیې سره د مقابلې لپاره به ختیځه اروپا ته ۸ زره برتانیاني فوځیان ولېږدول شي.
روسیه د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې د ناټو د غځېدو او پاروونکو اقداماتو په ځواب کې په اکراین کې فوځي عملیات پیل کړ خو اروپایي هیوادونه او امریکا د روسیې امنیتي اندېښنو ته د ځواب ویلو پر ځای اکراین ته وسلو په لېږدولو لاس پوري کړي دي.