جرمني به د پیټرولو له سخت کمښت سره مخامخ شي
فارس خبري اژانس د رشیا ټوډې ټيلي ويژن په قول راپور ورکړ د جرمني د اقتصاد وزیر رابرټ هابک د اروپايي اتحادیې لخوا د روسیې د تیلو د بایکاټ په بڼه کښې په جرمني کښې د پیټرولو د کمښت د راتلو خبر ورکړ .
اروپايي هیوادونه د روان میلادي کال تر پاې پورې له روسیې څخه د تیلو د اخیستلو د ختمولو پلان ته د رایو د ورکولو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دي .
د جرمني د اقتصاد وزیر رابرټ هابک وویل د دغه موضوع خنډ نشو کیدلای او په خواشینۍ سره باید ووایو چې واقعا د پیټرولو کمښت به ولرو ؛ احتمالا په لنډه موده کښې به د تیلو کمښت وي او په نتیجه کښې به سونګو ته لاسرسی سخت وي .
ختیځه جرمنه د «شودت» د تیلو د چاڼ ځاې له لارې خپل ضرورت پوره کوي چې ټول ضرورتونه له روسیې څخه وارداتو ته اړتیا لري .
دغه چاڼ ځاې په جرمني کښې د اومو تیلو د چاڼ کولو یو(۱) تر ټولو ستر مرکز دی او د برلین او د برانډنبورګ د بټیو نوي (۹۰) فیصده پیټرول ، ډيزل او تیل تامینوي .
«ډویچه وله »ټیلي ويژن راپور ورکړ د روسیې د تیلو د بایکاټ په بڼه کښې ممکنه ده چې د تیلو دغه چاڼ ځاې چټي شي .
جرمني په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو له وخت راهسې له دغه هیواد څخه د تیلو واردات له پینځودیرشو (۳۵) فیصدو څخه دولسو (۱۲) فیصدو ته کم کړي دي .