انګلستان د روسیې د ماتي د خوړلو ادعا وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر د اوکراین په جنګ کښې د روسیې د ماتي د خوړلو ادعا وکړه .
د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس د ماسکو په سره میدان (Red Square)کښې په دوهم (۲)نړیوال جنګ کښې په نازي جرمني باندې د پخواني شوروي اتحاد د بریالیتوب د کلیزې په مراسمو کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونو ته په غبرګون کښې ادعا وکړه د روسیې پوځ د اوکراین په جنګ کښې د ماتي د خوړلو په حال کښې دی او لویدیځو هیوادونو په روسیې د حملې پلان نه دی لرلی او نه یې لري .
داپه داسې حال کښې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د ماسکو په سره میدان کښې په دوهم (۲)نړیوال جنګ کښې په نازي جرمني باندې د پخواني شوروي اتحاد د کلیزې په مراسمو کښې وویل دوښمانانو د روسیې پرضد له ترهګرو د کار اخیستلو هڅه کوله او زیاته یې کړه د یوه بل نړیوال جنګ د رامینځته کیدا د مخنیوي لپاره باید خپلې ټولې هڅه وکړو .
ولادیمیر پوتین د اوکراین موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل په اوکراین کښې د روسیې لاسوهنه ضروري وه ځکه چې لویدیځ هیوادونه د کریمه په شمول په روسیې باندې د یرغل لپاره د چمتو کیدا په حال کښې وو او همدا اوس ماسکو د خپل هیواد دامنیت د دفاع کولو په حال کښې دی .
لویديځو هیوادونو په تیره بیا امریکا له تیرو څو کلونو راهسې د اوکراین له حکومت سره ډیرې پوځي او مالي مرستې کړي دي او د جنګ له پیلیدا وروسته یې هم د اوکراین ملاتړ او هلته له نورو هیوادونو د ترهګرو استولو ته دوام ورکړی دی .