انګلستان د روسیې د ماتي د خوړلو ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115818-انګلستان_د_روسیې_د_ماتي_د_خوړلو_ادعا_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر د اوکراین په جنګ کښې د روسیې د ماتي د خوړلو ادعا وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2022 01:07 Asia/Kabul
  • انګلستان د روسیې د ماتي د خوړلو ادعا وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا دفاع وزیر د اوکراین په جنګ کښې د روسیې د ماتي د خوړلو ادعا وکړه .

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس د ماسکو په سره میدان (Red Square)کښې په دوهم (۲)نړیوال جنګ کښې په نازي جرمني  باندې د پخواني شوروي اتحاد د بریالیتوب د کلیزې په مراسمو کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونو ته په غبرګون کښې ادعا وکړه د روسیې پوځ د اوکراین په جنګ کښې د ماتي د خوړلو په حال کښې دی او لویدیځو هیوادونو په روسیې د حملې پلان نه دی لرلی او نه یې لري .

داپه داسې حال کښې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د ماسکو په سره میدان کښې په دوهم (۲)نړیوال جنګ کښې په نازي جرمني باندې د پخواني شوروي اتحاد د کلیزې په مراسمو کښې وویل دوښمانانو د روسیې پرضد له ترهګرو د کار اخیستلو هڅه کوله او زیاته یې کړه د یوه بل نړیوال جنګ د رامینځته کیدا د مخنیوي لپاره باید خپلې ټولې هڅه وکړو .

ولادیمیر پوتین د اوکراین موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل په اوکراین کښې د روسیې لاسوهنه ضروري وه ځکه چې لویدیځ هیوادونه د کریمه په شمول په روسیې باندې د یرغل لپاره د چمتو کیدا په حال کښې وو او همدا اوس ماسکو د خپل هیواد دامنیت د دفاع کولو په حال کښې دی .

لویديځو هیوادونو په تیره بیا امریکا له تیرو څو کلونو راهسې د اوکراین له  حکومت سره  ډیرې پوځي او مالي مرستې کړي دي او د جنګ له پیلیدا وروسته یې هم د اوکراین ملاتړ او هلته له نورو هیوادونو د ترهګرو استولو ته دوام ورکړی دی .