له اوکراین سره مرسته د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند سناتور رند پال له اوکراین سره د واشنګټن په مرستو باندې نیوکې سره دغه اقدام د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله .
هغه وویل زما سوګند د امریکا اساسي قانون ته دی نه کوم خارجي هیواد ته .
د امریکا کانګرس بیا هڅه کوي چې د لګښتونو لپاره په یوې (۱) لایحې غور وکړي ـ داسې لایحه چې زه شک لرم چا هغه په حقیقي ډول لوستلي وي ـ او د پیسو د ایستلو په څرنګوالي هیڅ ډول څارنه نشته .
رند پال ویل یوازنی شی چې ما غوښتی دی هغه اصلاحیه ده چې په نهايي لایحې او بیل کښې ورځاې شي چې پلټونکي ته اجازه ورکوي چې د پیسو د لګولو پرڅرنګوالي څارنه وکړي او څوک چې له دغه خبرې سره مخالفت وکړي نو بې مسئولیته دی .»
د امریکا دغه سناتور رندپال د اوکراین له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ مونږ نشو کولای د هغو پیسو خرڅولو ته چې نه یې لرو دوام ورکړو .
هغه په دوام کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د دغه لایحې په تصویبیدا سره په دوو (۲)میاشتو کښې اوکراین ته د امریکا استول شوي پیسې څلورپنځوس (۵۴) میلیارډه ډالرو ته رسیږي وویل دغه کار د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي او په صراحت سره هغو میلیونونو مالیاتو ورکونکو ته څپیړه ده چې د پیټرولو ، د خوراکي شیانو او د وچو شیدو د اخیستلو لپاره د پیسو له مشکل سره مخامخ دي .