له اوکراین سره مرسته د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115986-له_اوکراین_سره_مرسته_د_امریکا_ملي_امنیت_ته_ګواښ_کوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند سناتور رند پال له اوکراین سره د واشنګټن په مرستو باندې نیوکې سره دغه اقدام د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2022 09:15 Asia/Kabul
  • له اوکراین سره مرسته د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند سناتور رند پال له اوکراین سره د واشنګټن په مرستو باندې نیوکې سره دغه اقدام د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله .

هغه وویل زما سوګند د امریکا اساسي قانون ته دی نه کوم خارجي هیواد ته .

د امریکا کانګرس بیا هڅه کوي چې د لګښتونو لپاره په یوې (۱) لایحې غور وکړي ـ داسې لایحه چې زه شک لرم چا هغه په حقیقي ډول لوستلي وي ـ او د پیسو د ایستلو په څرنګوالي هیڅ ډول څارنه نشته .

رند پال ویل یوازنی شی چې ما غوښتی دی هغه اصلاحیه ده چې په نهايي لایحې او بیل کښې ورځاې شي چې پلټونکي ته اجازه ورکوي چې د پیسو د لګولو پرڅرنګوالي څارنه وکړي او څوک چې له دغه خبرې سره مخالفت وکړي نو بې مسئولیته دی .»

د امریکا دغه سناتور رندپال د اوکراین له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ  کښې ټینګار وکړ مونږ نشو کولای د هغو پیسو خرڅولو ته چې نه یې لرو دوام ورکړو .

هغه په دوام کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د دغه لایحې په تصویبیدا سره په دوو (۲)میاشتو کښې اوکراین ته د امریکا استول شوي پیسې څلورپنځوس (۵۴) میلیارډه ډالرو ته رسیږي وویل دغه کار د امریکا ملي امنیت ته ګواښ کوي او په صراحت سره هغو میلیونونو مالیاتو ورکونکو ته څپیړه ده چې د پیټرولو ، د خوراکي شیانو او د وچو شیدو د اخیستلو لپاره د پیسو له مشکل سره مخامخ دي .