په الوتکه کښې د زیږیدلي ماشوم نوم سکايي کیښودل شو
May 22, 2022 11:42 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې یوې مور او پلار په الوتکه کښې د زیږیدلي ماشومې نوم سکاي (Sky) کیښود .
ویل کیږي چې د امریکا له ډینور ښار څخه اورلانډو ښار ته په تلونکي الوتکه کښې یوې میرمنې یوه ماشومه وزیږوله .
دغه ماشومه په ځمکه نه بلکې په فضا کښې وزږیدله او ځکه خو د هغې مور او پلار په همدې مناسبت د هغې نوم سکايي کیښود چې د اسمان په معنا دی .
د امریکا یوې ښاریزې میرمن شکیریا مارټن ته په الوتکه کښې د ماشومې د زیږیدا درد پیښ شو او د الوتکې عملې له هغې سره هر ډول مرسته وکړه او هغه یې تشناب ته بوتله چیرې چې هغې یوه ماشومه وزیږوله .
ټیګونه