اسپانیا کښې ګرمې ۵۰۰ کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118742-اسپانیا_کښې_ګرمې_۵۰۰_کسان_وژلي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز پرون وویل چې د سختې ګرمې له کبله په هیواد کښې څه د پاسه پینځه سوه کسان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • اسپانیا کښې ګرمې ۵۰۰ کسان وژلي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز پرون وویل چې د سختې ګرمې له کبله په هیواد کښې څه د پاسه پینځه سوه کسان وژل شوي دي.

هغه په دې خبرې سره چې اقلیمي بیړنی حالت یو حقیقت دی وویل د اسپانیا له ښاریزو غواړم چې زیات احتیاط وکړي.

له تیرو څو ورځو راهسې په ټولو اروپايي هیوادونو کښې ګرمي زیاته شوي ده او په انګلستان کښې هم د تودوخي درجه له یوڅلویښت سیڼي ګریډو څخه زیاته شوي ده.

د اسپانیا په ځینو سیمو کښې د تودوخي درجه پینځه څلویښت سینټي ګریډو ته رسیدلي ده چې د لسګونو اوورونو د رامینځته کیدا سبب هم شوي ده.