واشنګټن د روسیې په بایکاټ سره بندون ته رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118914-واشنګټن_د_روسیې_په_بایکاټ_سره_بندون_ته_رسیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ویرجینیا ایالت پخواني سناتور ریچارډ بلاک وویل امریکا د روسیې پرضد د بندیز په سیاست سره بندون ته رسیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 05:43 Asia/Kabul
  • واشنګټن د روسیې په بایکاټ سره بندون ته رسیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د ویرجینیا ایالت پخواني سناتور ریچارډ بلاک وویل امریکا د روسیې پرضد د بندیز په سیاست سره بندون ته رسیږي.

د امریکا د پوځ متقاعد افسر او د ویرجینیا ایالت پخواني سناتور ریچارډ بلاک وویل د امریکا او د اروپايي هیوادونو سیاست غیر عقلاني او ورانونکی دی ځکه چې دغه سیاست په نړۍ کښې د سترو اقتصادي  مشکلاتو سبب کیږي.

هغه وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له تورنولو چې د تیلو بیې یې زیاتې کړي دي لاس واخلو ځکه چې روسیې د طبیعي ګازو ، د تیلو او د ډبرو د سکرو د صادراتو لپاره کوم محدودیت نه دی رامینځته کړی بلکې دا د امریکا ولسي جرګه کانګرس و چې دغه کار یې کړی دی.

د پیسو نړیوال صندوق هم مخکې ویلي وو د روسیې د ګازو بایکاټ به په هنګري ، سلواکیه ، چیک جمهوریت او ایټالیا هیوادونو کښې د سختې اقتصادي ځوړتیا سبب شي.

د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین کښې د جنګ له پیل راهسې  امریکا او د اروپايي اتحادیې په شمول د هغې متحدانو د روسیې پرضد پراخ اقتصاد بایکاټونه اعمال کړي دي.

د روسیې پرضد ډول ډول لګول شویو بایکاټونو تراوسه د اروپا اقتصاد له زیاتو چیلنجونو سره مخامخ کړی دی.