Aug 02, 2022 05:59 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپايي هیوادونو د ایران پرضد چټي ادعا کړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي امریکا ، بریتانیا او فرانسې د ملګروملتونو د اټومي وسلو د پراختیا او د بندیز د تړون این پي ټي د بیاکتنې د لسم کانفرنس له ترسره کیدا سره په یووخت د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام او د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو په هکله خپلې ادعاګانې تکرار کړې.

د هغه بیانیې پراساس چې د امریکا خزانې وزارت هغه د واشنګټن د فرانسې او د بریتانیا د ګډې بیانیې په توګه خپره کړه ادعا وکړه چې له سختو ډيپلوماټیکو هڅو سره سره ایران تراوسه د اټومي تړون په کامل ډول د اجرا او د احیا لپاره له موجودنو فرصتونو استفاده نه ده کړي.

په دغه بیانیې کښې د امریکا او لویدیځو هیوادونو زیات غوښتنې ته له اشارې پرته ویل شوي دي مونږ له ایران څخه غواړو چې د اټومي تړون او د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په کامل ډول اجرا ته ورستون شي .

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن هم ادعا وکړه چې اټومي تړون ته ورستنیدل هماغه راز د امریکا د ایران او د دنیا لپاره ترټولو ښه نتیجه ده.

دغه راز امریکا شپږ شرکتونه او یوه کشتۍ له ایران سره د ارتباط په پلمه بایکاټ کړل.

 

ټیګونه