د ټوییټرکارکونکې د عربستان جاسوس راووته
Aug 11, 2022 10:45 Asia/Kabul
یل کیږی چی العساکر د دغه کار په بدل کی ابوعمو ته د ساعت شل زره ډالره ورکول
د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د امریکا په کیلی فورنیا ایالت کی فیډرال محکمې د ټوییټر امریکایی او لبنانې کارکونکې احمد ابوعمو د سعودی رژیم له مخالفانو د جاسوسی په جرم ګناهګار وپیژنده .
ابوعمو په ټوییټر کې له خپل موقعیت استفاده کوله تر څو په سعودی نیوکه کونکیو او هغو کسانو معلومات چی په ناپیژانده توګه یې فعالیت کاوه ، د بن سلمان سلاکار بدر العساکر ته ولیږي .
ویل کیږی چی العساکر د دغه کار په بدل کی ابوعمو ته د ساعت شل زره ډالره ورکول او په همدې ارتباط یې د هغه لبنانی بانکی حساب ته درې لکه ډالره ولیږلي وو .
ټیګونه