د امریکا د خلکو عاید کم شوی دی
ایرنا خبري اژانس وايي د هیریټیج فکر کوټې د یوه راپور په خپرولو سره اټکل وکړ چې د امریکا په اوسني حکومت کښې د هیواد د خلکو کلنی عاید کم شوی دی.
واک ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له رسیدا وروسته د امریکا د انفلاسیون اندازه دوه رقمي شوي دي او دیارلس فیصدو ته د انفلاسیون په زیاتیدا سره د امریکا د خلکو اقتصادي حالت له پسې بدتر شوی دی.
د هیریټیج فاونډیشن ښې پاله فکر کوټې د یوه راپور په خپرولو سره اټکل وکړ چې د جوبایدڼ په حکومت کښې د امریکا د خلکو کلنی عاید څلور زره او دوه سوه ډالره کم شوی دی.
دغه فکر کوټې وویل د دوه زره یویشتم میلادي کال له جنورۍ میاشتې څخه د انفلاسیون اندازه د معاشونو له زیاتیدا څخه په ډیرې چټکۍ سره دولس اعشاریه اوه فیصده زیاته شوي ده په دې ډول چې د امریکا هغه کسان چې معاشونه ترلاسه کوي په متوسطه توګه درې زرده ډالره د خپل د خرید قدرت له لاسه ورکړی دی.
د هیریټیج فکر کوټې راپور زیاتوي د انفلاسیون د کمولو لپاره د امریکا د مرکزي بانک د تړلیو او سختو سیاستونو په نتیجه کښې د بانک ګټه زیاته شوي ده او دغه چارې د پورونو لګښت او د کور د پورونو او د ګاډو وغیره د پورونو د اخیستلو د زیاتیدا سبب شوي ده.