د جرمني خلکو د حکومت ضد مظاهرې وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د جرمني خلکو د حکومت په سیاستونو باندې اعتراض کښې په پلازمینې برلین کښې مظاهرې وکړې.
د جرمني په زرګونو خلکو چې پکښې د جرمني لپاره د الټرناټیو ښي پاله ګوند ملاتړي هم پکښې شامل وو په برلین کښې د رایشتاګ په نوم د هیواد د پارلمان د ودانۍ مخ ته په غونډیدا سره په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د روسیې پرضد بایکاټ لګولو کښې د جرمني د حکومت په سیاستونو او د ګازو او د بریښنا د بیو د زیاتیدا په شمول د بې ساري ګرانیو په هکله اعتراض وکړ.
د جرمني لپاره د الټرناټیو ښي پال ګوند مشر ټینو چروپالا د اعتراض کونکو په ټول کښې د جرمني حکومت د خلکو غوښتنو ته په بې تفاوتۍ تورن کړ او ویې ویل د برلین حکومت د روسیې پرضد د بایکاټونو په لګولو سره جنګ د جرمني سرحدونو او د خلکو د ژوند داخل ته راوړی دی.
په داسې حال کښې چې د اروپايي اتحادیې په اکثرو غړیو هیوادونو کښې اقتصادي حالت له روسیې سره جنګ کښې له اوکراین څخه د دغو هیوادونو د ملاتړ تر ا غیز لاندی زیات خراب شوی دی د اروپا خلک نن سبا د انرژۍ د بیو له ډیرې زیاتیدا سره لاس او ګریوان دی.
بل خبر دا چې جرمنی د اوکراین د جنګ په هکله د لاسوهونکي کړچار په دوام کښې دغه هیواد ته د ټانکونو او د توغندوي سیسټم د استولو خبر ورکړ.
د جرمني دفاع وزیر کریسټین لامبرښت نن وویل برلین له یونان او اسلواکیه هیوادونو څخه ټانکونه او توغندوي سیسټم استوي.
دا په داسې حال کښې دي چې مخکې د جرمني په پلازمینې برلین او نورو ښارونو کښې مظاهره چیانو په اوکراین کښې د جنګ د ختمیدا او د ناټو لخوا د اوکراین د وسلو د تامیندا د بندیدا غوښتنه کړي وه.