ایران د جرمني سفیر خارجه وزارت ته احضار کړ
زمونږ خبریال وايي په تهران کښې د جرمني سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.
د ایران د کورنیو حالاتو په هکله د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر له لاسوهونکي دریځ وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري پرون په تهران کښې د جرمني سفیر هانس ادو موتسل د ایران خارجه وزارت ته احضار کړ.
علي باقري د جرمني د سفیر په احضارولو کښې په ایران کښې د قانون ماتونې او د بلواو په لسمولو کښې د جرمني د ځینو چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره دا ډول غیر مسوولانه دریځونه د نړیوالو حقوقو له اصولو او قواعدو سره توپیر او د دواړو هیوادونو د اوږدو اړیکو له دود سره نا غږمله وبلل او هغه یې د نه منلو وړ وبلل.
علي باقري د سوله ییزو غونډو د حق په شمول د بشري حقوقو د رعایتولو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت په بندوبست باندې ټینګار سره د ځینو لویدیځو هیوادونو غیرقانوني لاسوهنې د سوله ییزو غونډو په تاوتریخوالو د بدلیدا عامل وبللې او ډاګینه یې کړه تاوتریخوالی او قانون ماتونه نه یوازې د سوله ییزو غونډو له حق سره په ټکر کښې ده بلکې د هر یوه ښاریز امنیت او عمومي نظم هم داغي کوي.
د جرمني د انګلستان د فرانسې د امریکا د کاناډا او د سعودي عربستان په شمول ځینې اروپايي او عرب هیوادونه په ایران کښې د بلواو د زیاتولو هڅه کوي او دوې له بیلابیلو ترهګرو ډلو سره مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې هم کوي.