پوتین سره له مذاکراتو سره د زلنسکي مخالفت ناسمه پرېکړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123292-پوتین_سره_له_مذاکراتو_سره_د_زلنسکي_مخالفت_ناسمه_پرېکړه_ده
د فرانسې ولسمشر، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره، له خبرو اترو څخه د اکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سرغړونه یوه تلواري او افراطي پرېکړه بللې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2022 08:13 Asia/Kabul
  • پوتین سره له مذاکراتو سره د زلنسکي مخالفت ناسمه پرېکړه ده

د فرانسې ولسمشر، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره، له خبرو اترو څخه د اکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سرغړونه یوه تلواري او افراطي پرېکړه بللې ده.

د ایرنا له راپور سره سم، د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د مصر په شرم الشیخ کې د اقلیمي بدلونونو په هکله د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل: زما په اند اوسمهال باید له افراطي او تلواري شرطونو له وړاندې کولو څخه ډډه وشي.

هغه زیاته کړه: مونږ له اکراین څخه ملاتړ کوو لیکن دغه جنګ نه تودوو، د نړیوالو قوانینو د بیا راستنېدو په لړ کې له سولي څخه دفاع کوو.

د فرانسې ولسمشر جوته کړه: بلاخره د مذاکراتو مېز ته راستنېدل ضروري ده، لیکن دا هغه مهال او په هغه صورت کې کېدونکې ده چي اکراین د خبرو پریکړه وکړي.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف ویلي وه چي د روسیې مشرتابه اکراین په اړه خبرو اترو ته چمتو دي.

 

هغه یادونه وکړه چی مسکو د دې چمتوالې لري څو د خبرو اترو لپاره د لوېدیځو هیوادونو وړاندیزونو واوري البته  د روسیې د ګټو په نظر کې نیولو سره.