روسیه د هندوستان د خلګو لپاره د اعتماد وړ ملګرې ده
Nov 08, 2022 08:20 Asia/Kabul
د یوې نظر غوښتنې له مخې، د هندوستان اکثره خلګو روسیه د دې هیواد تر ټولو د اعتماد وړ ملګرې بولي.
د روشیا توډی له راپور سره سم، د یوې نظر غوښتنې له مخې، د هندوستان اکثره خلګ روسیې ته د دوست هیواد په سترګه ګوري او نن سبا روسیه هندوستان ته د تیلو د صادراتو په ډګر کې له سعودي عربستان او عراق څخه مخکې شوې ده.
په دې وروستیو کې د هندوستان خارجه وزیر جایشنکر هم مسکو ته په سفر تللی و چي ورسره سم، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي راکړو ورکړو د ودې راپورونه خپاره شوي دي.
د نظر غوښتنو له مخې، د هندوستان ۸۳ سلنه وګړې روسیه د خپل هیواد تر ټولو د اعتماد وړ ملګرې بولي او په دې باور دي چي روسیې سره دفاعي اړیکې هندوستان لپاره حیاتي دي.
ټیګونه