په جرمني کې مسلمانان یوځل بیا سخت وګواښل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123416-په_جرمني_کې_مسلمانان_یوځل_بیا_سخت_وګواښل_شول
د جرمني پشمول په ا روپائي هیوادونو کې په همداوروستیو میاشتو کې اسلام ضده اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2022 01:27 Asia/Kabul
  • په جرمني کې مسلمانان یوځل بیا سخت وګواښل شول

د جرمني پشمول په ا روپائي هیوادونو کې په همداوروستیو میاشتو کې اسلام ضده اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي دي.


ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د جرمني ګوتینګن  ښار دجومات مدیریّت  پرون د یوې ګواښونکي او توکمیز لیک دترلاسه کولو خبر ورکړ.

د ګوتینګن ښار دجومات  مسئولانو په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې  دغه جومات یوځل بیا د توکمپالو له  ګواښ او سپکاویو سره  مخامخ شوی ووئيل،  ناپيژاندو کسانو په دغه لیک کې  له ګواښونکو ،سپکو  او نازي ډوله ژبې ډکو  جملو څخه استفاده کړې ده .

له دې مخکې هم د ستمبر په دوویشتمه نیټه  په دغه جومات ناپيژاندو کسانو حمله کړې وه.

 دجرمني مسلمانانو تر دې دمه په کرتو په دغه هیواد کې په اسلامی مرکزونو اوجوماتونو باندې د حملو او په اسلام ضده اقداماتو خپله ژوره اندیښنه بیان کړې او  ددغو مرکزونو په ساتنې کې ئې  دامنیتی تدبیرونو د زیاتولو غوښته کړې ده.

په کلي توګه په لویدیځ کې اسلام ضده اقدامات د مسلمانانو په ضد د دوسیو دجوړولو ، د اسلامی مقدساتو اومرکزونو سپکاویو او د اسلام په ضد د پراخو پروپيګنډو په څير فعالیتونو سره ترسره کیږي.