اروپایي اتحادیې او انګلستان په ایران نوي بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123576-اروپایي_اتحادیې_او_انګلستان_په_ایران_نوي_بندیزونه_ولګول
اروپایي اتحادیې او انګلستان د بشري حقوقو په پلمې او په ایران کې له بلواګرو سره، د اسلامي جمهوریت د مقابلې د امله، په تهران باندې نوې بندیزونه ولګول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2022 04:08 Asia/Kabul
  • اروپایي اتحادیې او انګلستان په ایران نوي بندیزونه ولګول

اروپایي اتحادیې او انګلستان د بشري حقوقو په پلمې او په ایران کې له بلواګرو سره، د اسلامي جمهوریت د مقابلې د امله، په تهران باندې نوې بندیزونه ولګول.

لوېدیځو هیوادونو په ایران کې بلواګرو ته د معترض نوم ورکړی او هغوی په مقابل کې د ایران په دولت باندې د سختو اقداماتو د تر سره کولو تور لګولي دي. په دې لړ کې انګلستان او اروپایي اتحادیې اعلان وکړ چي په ۲۹ کسانو او دریو ایراني ارګانونو باندې نوي بندیزونه لګولي دي.

د اروپایي اتحادیې له اعلامیې سره سم، د مخکنیو بندیزونو په نظر کې نیولو سره، په ټول کې ۱۲۶ ایراني شخصیتونه او ۱۱ ارګانونه د دې اتحادیې د بندیزونو په لیست کې شامل شوي دي.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافی تیره ورځ خبریالانو ته وویل: فشار او بندیزونه د ایران په ضد کارنده نه دي، تهران به د بندیزونو په وړاندې مناسب ځواب ورکړي.