د حضرت زینب (س) د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124218
حضرت زینب (س ) له پرون ، نن او سبا سره اړونده یوه میرمن ده ځکه چی انساني کرامت ، د خدای بندګی ، عدالت غوښتنه ، شرافت او پتیالیتوب هغه ارزښتونه دي چی له یوه خاص پړاو یا ټولنې سره اړه نلري
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 30, 2022 05:42 Asia/Kabul
  • د حضرت زینب (س) د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ

حضرت زینب (س ) له پرون ، نن او سبا سره اړونده یوه میرمن ده ځکه چی انساني کرامت ، د خدای بندګی ، عدالت غوښتنه ، شرافت او پتیالیتوب هغه ارزښتونه دي چی له یوه خاص پړاو یا ټولنې سره اړه نلري

 

نن د ۲۰۲۲ میلادی کال د نومبر ۳۰ چی د ۱۴۴۴ قمری کال د جمادی الاول له ۵ نیټې سره برابره ده ، د حضرت زینب (س ) دکلیزې نیکمرغه ورځ ده .

حضرت زینب (س ) په ټولو وختونو کې د ظلم دښمنه او ازادی غواړو میرمنو او سړیو لپاره د بیلګې په توګه مطرح ده .

حضرت بی بی زینب س د نړۍ د شیعیانو د دریم امام حضرت امام حسین (ع  )تر څنګ  له هغه منحرف او متحجر بهیر سره مبارزه وکړه چی له اسلامه د دفاع په نوم یې د کربلا ستره غمیزه رامینځته کړه .

حضرت زینب (س ) له پرون ، نن او سبا سره اړونده یوه میرمن ده ځکه چی انساني کرامت ، د خدای بندګی ، عدالت غوښتنه ، شرافت او پتیالیتوب هغه ارزښتونه دي چی له یوه خاص پړاو یا ټولنې سره اړه نلري .حضرت زینب س د  خپل نیکه نبی مکرم (ص ) خپل پلار حضرت امام علی (ع ) او خپلې مور حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) په غیږ کې وروزل شوه .

حضرت زینب (س ) د حضرت امام حسین علیه سلام له شهادته وروسته خپل ځان د حضرت امام سجاد علیه سلام د ځان ساتلو ته ژمن لیده ، په همدې علت په سختو شرایطو کې د ظالمانو او جنایتکارانو په وړاندې ودریده او د هغه حضرت سره اوګه په اوګه په خپلو کلکو او محکمو ویناو سره د اسلام دښمنان رسوا کړل .

د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کی د حضرت زینب س د زوکړې ورځ د نرس ورځې په توګه نمول شوی ده .

د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره د اسلام د اتلې بی بی حضرت زینب س د کلیزې د نیکمرغې ورځې په مناسبت یو ځل بیا درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکي وړاندی کوی .