ډيپلوماسۍ د اوکراین د کړکیچ حل لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124354-ډيپلوماسۍ_د_اوکراین_د_کړکیچ_حل_لاره_ده
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف دې خبرې ته په اشارې سره چې په اوکراین کښې د ماسکو پوځي عملیات به دوام ولري وویل ډیپلوماسۍ د دغه هیواد د حالت لپاره تر ټولو ښه لاره چاره ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 03, 2022 05:30 Asia/Kabul
  • ډيپلوماسۍ د اوکراین د کړکیچ حل لاره ده

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف دې خبرې ته په اشارې سره چې په اوکراین کښې د ماسکو پوځي عملیات به دوام ولري وویل ډیپلوماسۍ د دغه هیواد د حالت لپاره تر ټولو ښه لاره چاره ده.

هغه پرون په کریملین کښې په خبري کانفرنس کښې د اوکراین د جنګ د ختمیدا د لارو چارو په هکله وویل د دغه هیواد د حالت د حل کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ډيپلوماسۍ ده.

دیمیتري پسکوف د جرمني له  صدر اعظم اولاف شولټز سره د روسې د ولسمشر ولادیمیر  پوتین د ټیلي فوني خبرو په هکله هم وویل ولادیمیر پوتین په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په اوکراین کښې د حالاتو په بیلابیلو اړخونو باندې د غور کولو په ترڅ کښې له شولټز څخه وغوښتل چې د اوکراین په هکله د جرمني په دریځ کښې بیا کتنه وکړي.

د اوکراین جنګ څه د پاسه نهه میاشتې کیږي چې دوام لري او دغه هیواد ته د امریکا او د اروپايي هیوادونو لخوا د ډول ډول وسلو، تجهیزاتو او د ترهګرو کسانو د استولو کار دوام لري.